دبلوچستان د وزير اعلا جام کمال  پرضد نن دبې باورۍ تحريک وړاندې کيږي

دا تحريک به د بلوچستان عوامي ګوند د مرورو حکومتي غړو له لوري د خپل ګوندي ملګري جام کمال پر ضد وړاندې کېږي چې د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوندونو ۲۴ غړو هم ددې تحريک ملاټر اعلان کړی دی۔

تيره اوونۍ دبلوچستان عوامي ګوند د ايالتي اسمبلۍ څوارلسو مرورو غړو د خپل ګوندي سياسي ملګري او دبلوچستان د وزير اعلا جام کمال پر ضد د تحریک عدم اعتماد يا د بې اعتمادۍ د تحريک قرارداد دبلوچستان د ايالتي اسمبلۍ له سيکرېټري سره جمع کړي ؤ۔

دبلوچستان ايالت ګورنر سيد ظهور اغا نن د چهار شنبې په ماذيګر څلور بجې د ايالتي اسمبلۍ غونډه راغوښتي ده۔

د حکومتي ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ د ايالتي اسمبلۍ خفه غړو او د اپوزيشن ګوندونو د اسمبلۍ غړو په ګډه تېره شپه خبري کانفرنس وکړو اؤ وئ ويل اعلا وزير جام کمال دې دتحريک عدم اعتماد تر وړاندې کېدو له مخه خپله استعفا ورکړي، ګني د بې باورې تحريک ته دې تيار اووسي۔

دوئ دعوه کوي چې داعلا وزير پر ضد تحريک راووړنکي به کاميابه کېږي۔

په ياد خبري کانفرنس کې د بلوچستان عوامي پارټۍ خفه غړي ظهور بليدي وويل چې دوئ سره د وزير اعلي جام کمال په خلاف يوازي د ۳۳ رايو ضرورت دی خو په خبره يې چې دوی سره پينځه غړي لا زيات هم دي او دا شمېر تر ۳۸ؤ پوري رسېږي ۔

بلخوا داعلا وزير جام کمال له لوري رسنيو ته په لېږل شوي بيان کې ويل شوي چې د اپوزيشن غړي به په خپل مقصد کشې کامياب نه شي۔

جام کمال تور پورې کړی چې داپوزيشن د غړو اصل مقصد حکومتي واک تر لاسه کول نه، بلکې د بلوچستان ايالت د تباهۍ لوري ته بوتلل دي۔

د بلوچستان حکومت ايالتي وياند لياقت شاهواني نن پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې وزير اعلا جام کمال به استعفی نه ورکوي۔

د شاهواني په خبره چې په ايالتي اسمبلۍ کې اکثريت له جام کمال سره دی او دا به د رايو اخيستلو پر وخت ثابته هم شي۔

خبريال او څېړونکۍ سلمان اشرف وایي نن به د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې د حکومت دڅوارلسو خفه غړو څخه يوغړی د وزير اعلا جام کمال په ضد د بې باورۍ تحريک وړاندي کوي۔

وي او ای ډیوه سره خبرو کې سلمان اشرف ویلي اسمبلۍ ته دتحریک وړاندې کیدو وروسته به د تحريک پر ارزښت او د ضرورت په موخه خبرې کېږي،

دی وايي له دې ورسته به د اسمبلۍ سپيکر په راروانو ۷ ورځو کې يوه ورځ ټاکي او بيا به په هغه غونډه کې د اسمبلۍ د بې اعتمادی د تحريک، ملاترکوونکو او د مخالفت کونکو د غړو شمېر کېږي۔

وايي د تحريک عدم اعتماد د کاميابۍ يا د ناکامۍ لپاره دواړو لورو ته تر ۳۳ غړو رایې اخستل ضروري دي، هر يو لوری تر دې زياتې يا کمې رایې هم اخستی شي۔
د بلوچستان اسمبلۍ د غړو شمېر پينځه شپيته دی۔