دتورخم پوله دعامو خلکو تګ راتګ دپاره پرانستل شوه

دافغانستان دلغمان ولایت اوسیدونکی اته ویشت کلن بلال ډیر خوشحاله ؤ چې نن, د جمعې په ورځ نزدې شپږ میاشتې وروسته دتورخم د لارې په انلاین ویزه پاکستان ته را واوړیدو.

د بلال پاکستان ته راتلل هاغه وخت ممکن شول کله چې دپاکستان دکورنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړو چې ټولو خواهش مندو افغانانو له به په انلاین ویزه پاکستان ته د راتلو رسمي اجازت ورکولی شي اؤ دا چې اوس به افغانانو ته پاکستان ته راتلو دپاره نه خو د پرمټ ضرورت وي اؤ نه به ددوئ نه د لسو ډالرو فیس اخستی شي.

د پاکستان ددغې اعلان سره سم پرون ماسپښین ناوخته د افغانانو پاکستان ته راتلل پیل شول اؤ په تورخم کښي موجود دپاکستانی ایمیګریشن عملې د وینا له مخې پرون تر ماښام ناوخته لږ تر لږه ۲۴۰ افغانان پاکستان ته داخل شول .

خو نن چې د پولې د پرانستې خبر د افغانستان تر نورو بیلابیلو برخو ورسیدو نو د زرګونو په شمیره کښې خواهشمندو افغانانو د تورخم اړخ ته مخه وکړه.

د جمعې په ورځ پاکستان ته د لغمان ولایت نه د راغلي بلال په وینا د پولې پورې غاړې ته د زرګونو په شمیره کښي افغانان راجمع شوي اؤ دوئ ټول ډیر په بې قرارۍ سره پاکستان ته دداخیلیدو په هڅه کښي دي.

د بلال په وینا په دغه افغانانو کښې د ښځو اؤ نارینه ؤ په شمول د هر عمر کسان شامل دي.

په تورخم کښي د ځایي اوسیدونکو په وینا دپولې پورې غاړې ته افغان طالبان چارواکي بیا بیا د خپلو وطن والو نه دا غوښتنې کوي چې باید هغوئ په پوله غیر ضروری رش نه جوړوي اؤ یوازې د عاجل ضرورت کسانو له دې وړومبی پاکستان ته د تلو وار ورکړی شي.

خو دطالبانو ددغو اعلانونو باوجود د زرګونو په شمیره کښې افغانان د انلاین ویزې تر لاسه کولو په هڅه کښي دي.

پاکستان د مئ په اتمه نیټه افغانستان سره خپلې ټولې پولې د هاغې اړخ نه د کرونا وایرس دمخنیوی په غرض تړلې وې چې له دې امله تورخم دلارې دواړه اړخونو ته د عامو خلکو پیدل تګ راتګ وتړل شو .

دپولو تړلو باوجود پاکستان خپل اړخ ته را ایسارو افغانانو له دبېرته تګ اؤ په افغانستان کښي ایسارو خپلو هیواد والو له هیواد ته د راتګ اجازت ورکړی ؤ اؤ دغه لړۍ تر اخره دوام لرلو خو د بندیز لګولو د وړومبیو ورځو په پرتله اوس په دې روستو کښې دواړه اړخونو ته د تلونکو راتلونکو کسانو شمیره تر ډیره حده کمه شوې وه.

د ایمیګریشن چارواکو په وینا د بندیز لګولو نه وړاندې به تورخم د لارې د ورځې په کچه د لسو زره نه نیولي تر پینځلسو زرو کسانو د پولې دواړه غاړو ته سفر کولو اؤ د عامو خلکو دغه تګ راتګ سره د زرګونو ځایي اوسیدونکو روزګار هم تړل شوي وؤ کوم چې دپولې تړلو له امله ډیر اغېزمن شوي اؤ ځینې بې وزله کورنۍ خو د متبادل روزګار په تکل کښي نورو علاقو ته په کډې کولو مجبوره شوې وې.

خو اوس چه تورخم د لارې یو وارې بیا پیدل تګ راتګ پیل شو نو ددغو بې وزله مزدورکاره کسانو هم هېله پیدا شوې چې د هغوئ خراب شوي روزګارونه به بیا روان شي