پاکستان کې دګرانۍ لړۍ، حکومت ته دپټرولو دنرخونو لوړؤلو سپارښتنه شوې

دپاکستان دشمیرنې اداره وایي په ملکي کچه تیره اوونۍ په ګرانۍ کې 1.23 فیصدي نوره اضافه هم شوې ده اؤ په نرخونو کې داضافې دا لړۍ دتیرو څلورو اوونیو راهسې دوامداره ده.

خو بل لوري ته دپاکستان د توانایۍ دنرخونو ټاکلو ادارې اوګرا حکومت ته وړاندیز کړی چې دپټرولیم مصنوعاتو نرخونه دیو لیټر پسر اته روپۍ نور هم ګران کړي.

دخیبر پښتونخوا د زیاتره سیمو خلک وایي هیواد کې ورځ تر بلې زیاتیدونکې ګرانۍ په دوئ کې دشیانو داخستو توان ختم کړی اؤ دخپلو اولادونو اساسي اړتیاوې لکه خوراک،روغتیا اؤ تعلیم نه شي ترسره کولی.

اقتصاد پوهان وایي د ګرانۍ را الوتلی بهیر دپټرولو اؤ ډالر نرخ کې اضافې سره تړل شوی دی.

یو ځایي اوسیدونکی زرشید خان وایي په دې وروستیو کې حکومت ګیس،بجلي اؤ تیل ګران کړي اؤ له دې امله د ورځني ژوند د اړتیاؤ ټول شیان هم ګران شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې زرشید خان وایي اوس هغه د زیاتې ګرانۍ له امله دخپلو اولادونو دپاره دتعلیم ، روغتیا اؤ خوراک اړتیاوې نه شي پوره کولی.

هغه وایي په اولادونو یې د زیاتې ګرانۍ له امله نهرې تیریږي اؤ اړ دی چې دخپلو ضرورتونو پوره کولو دپاره دخلکو نه قرض،پور واخلي.

د زرشید خان په وینا د بهر نه هیواد ته راتلونکي شیان خو به ګران وي خو کوم شیان چې دهیواد دننه پیدا کیږي اوس دهغې نرخونه هم ورځ تر بلې زیاتیږي اؤ دې بې وزله خلک په ژوند ستومانه کړي دي.

دپاکستان دشمیر شمیرو دولتي ادارې پخپل اوونیز رپورټ کې ویلي ورځني خوراک مواد ټماټر ۱۱.۴۲ فیصده ګران شوي، د الوګانو بیعې ۶ فیصده جګې شوي، چیني ۳ فیصده،هګۍ ۳.۱۶ فیصده او دچرګ غوښه یوه اوونۍ کې یو فیصدي ګرانه شوې ده.

د شمیرنې د ادارې دا رپوړټ په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې اوګرا حکومت ته د پټرولو او ډیزلو په نرخ کې دیو لیټر پسر د ۸ روپو د نورې اضافې وړاندیز کړی دی.

دپاکستان د انرژۍ وزیر حماد اظهر په دې وروستیو کې ویلي وؤ که که په پاکستان کې دمالیې کچه لوړه نکړی شوه نو حکومت به د پټرولو بیعې ۸ روپۍ دیو لیټر پسر زیاتې کړي.

هغه دا هم ویلي وؤ چې په پټرولیم لیوي کې به ۴ روپۍ دیو لیټر پسر اضافه نظر کې ونیول شي.

حکومتي شمیرې وایي دا وخت دپاکستان حکومت په پټرولو ۶.۵ او ډیزلو ۵.۱ روپې لیټر پټرولیم لیوي اخلي او دا پیسې نیغ په نیغه د مرکزي حکومت په خزانه کې جمع کیږي.

د اقتصاد ماهر لحاظ علي وي او ای ډيوه ته وایې د پټرولو او ډالر زیاتې بیعې نیغ په نیغه نرخونو اغېزې کوي.

دهغه په وینا په روانه میاشت کې دډالر بيعه د ۱۷۵ روپو نه اوړیدلې وه او د پټرولو یو لیټر۱۳۷ روپو نه زیات ګران دی او پاکستان زیاتره خوراکي شیان د بهر نه راغواړي نو د هغی اثرات په نرخونو پریوځي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دحکومت لخوا دپور اخستو دپاره نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره خبرې هم روانې دي او پوهان په دې نظر دي چې ددغه نړیوالې ادارې د فشار له امله حکومت د توانایۍ نرخونه هم زیات کړي او امکان لري چې نور ټيکسونه هم ولګوي.

څیړنی وایي د پاکستان حکومت په روان مالي کال کې قامی بجټ کې ۶۱۰ اربه روپۍ د پټرولیم لیوي په مد کې دکال هدف ټاکلی دی او که په دې کې اضافه کیږي نو ددې اغېزې به په نرخونو هم کیږي