دبلوچستان خاران سیمه کې بمي چاودنه،12 کسان ټپیان شوي 

دخاران دپولپسو افیسر نزیر کرد وویل چې دغه چاودنه د خاران ښار پر چیف چوک یا څلور لاري کې د سه شنبې یا نهې په ورځ مهال شوې کله چې دملېشه ځواکونو يو ګاډی په سړک تیریدلو.

دپولیسو په وینا په دغه مهال ناڅرګنده وسله والو په موټرسایکل کې چاودنکي مواد پر ځائ کړی وؤ چې د چاودنې په نتيجه کې یې دولس تنه ټپیان شوي دي.

پولیس افيسر نزیر خان هم چاودنه کې د ۱۲کسانو د ژوبل کیدو پخلی کړی اؤ وي او ای ډيوه ته یې ویلي دڅلورو ټپیانو وضعیت ښه نه دی.

هغه وایي پولیسو د چاودنې د نوعیت په اړه پلټنې پیل کړې دی.

له چاودنې څخه یو موټر او شاوخوا دوکانونو ته هم زیان رسېد لی دی.

په سمدستي توګه ددې چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې خو په نزدې وختونو کې په بلوچستان کې دشوؤ زیاتره بریدونو پړه دپاکستاني طالبانو ډلې اؤ یا هم داعش پغاړه اخستې ده.

د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د خاران بمي چاودنه غندلې اؤ ددې پېښې د پلټنو امر یې کړی دی.

وزيراعلا د ترهه ګرۍ په دغه پېښه كښې د بېګناه كسانو په ژوبل کېدو خواشیني ښودلې ده اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې دولت ضد عناصر غواړي په بلوچستان کې امن تالا ترغۍ کړي.

دبلوچستان داعلا وزیر په وینا "دترهګرۍ بزدلانه عملونه به زموږ روحیه کمزورې نه کړي"

په عین حال کې بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو صوبه کې دترهګرۍ په زیاتېدونکو پښو دلوړې کچې یوه غونډه رابللې ده اؤ او وایي چې په دغه صوبه کې خلک د ترهګرۍ د منځه وړلو لپاره د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

په بلوچستان کې په روانه اوونۍ کې دا دریمه چاودنه ده چې رامنځته کېږي.

تېره ورځ کراچۍ ته نزدې دبلوجستان د اوارن ضلعې په حب ښار کې یو مهم سیاسي مشر وژل شوی ؤ او دوه نور کسان ټپیان شوي وؤ.

دسیمې دپولیسو یو افسر طارق مستوي وویل د "اکرم ساجدي د ګاډی په کښته برخه کې مقناطیسي بم نښلول شوی ؤ.

د اکتوبر په ۳۱مه د بلوچستان د پنجګور په چيټکان ښار کې هم دایف سي دځواکونو دیو ګاډي ترڅنګ چاودنه شوې وه چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ د ایف سي درې عسکر ژوبل شوي وؤ.

چارواکي داسې شکونه ښکاره کوي چې بلوڅ وسله والې ډلې په دغو پېښو کې لاس لري.

ددفاعی چارو څېړونکي وایي چې په افغانستان کې دطالبانو له قبضې وروسته نه یوازې په بلوچستان کې بلکې په ټول پاکستان کې دناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي.

حکومت بلوڅ وسله والو ډلو اؤ تحریک طالبان پاکستان ته دخبرو اترو وړاندیز کړی دی خو هغوئ دحکومت دا وړاندیز لا تر دې دمه نه دی منلی