سي پي جی د محمد زاده اګره د وژنې د پېښې د بې طرفه پلټنو او تورنو کسانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې

محمد زاده اګره

د جرنلسټانو د حقونو دپاره جوړې نړيوالې کمېټۍ (سي پي جي) د خېبرپښتونخوا په ملاکنډ ضلع کې د نشه یي توکیو پرضد مبارزه کوونکي جرنلسټ او فعال محمد زاده اګره د وژنې د بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې، چې په دې وژنه کې ککړ کسان دې ونيول شي او سزا دې ورته ورکړی شي.

محمد زاده اګره د ملاکنډ په سخاکوټ کې په اتم نومبر نامالومه وسله والو په ډزو وژلی، ورور يې وایي انتظامیې د هغه په وژنه کې د ککړو کسانو د نیولو دعوه کړې خو هغه تور لګوي د دې پېښې په شا اصل کسان دې ښکاره شي او څيړونکي وايي په پاکستان کې چې څوک هم دغه رنګ غږ پورته کوي هغه غلی کولی شي.

په نيويارک کې د جرنلسټانو د حقونو دپاره کار کوونکې نړيوال تنظيم کميټي ټو پروټېکټ جرنلسټس (سي پي جی) مشر کارلوس مارټينېز ډي لا سېرنا ويلي، جرنلسټ محمد زاده اګره د حساسه مسلو کورېج کولو، کوم چې د ټولنې دپاره ضروري دي، د هغه وژنه يو غټ تاوان دی او په دې پېښه کې ککړ کسان دې د سزا څخه بچ نه شي.

د سي پي جی مشر ویلي، د ملاکنډ ضلعې پوليسو د دوه مشکوک کسانو د نیولو ویلي، خو پکار ده چې د اګره د وژنې بې طرفه پلټنې وشي او د هغه په وژنه کې ککړ اصل کسان مالوم کړی شي او د قانون منګولو ته راوستی شي.

د محمد زاده اګره ورور جلال خان وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، انتظاميې ويلي چې د اګره په وژنه کې ککړ دوه کسان يې نيولي خو هغه وايي دوی د دغو پلټنو او عملياتو څخه نه دي مطمين، دوی غوښتنه کوي چې د دې پېښې په شا کوم قوتونه دي ګډه پلټنيزه کميټي دې جوړه شي اصل قوتونه دې مالوم کړی شي، ودې نيول شي او سزا دې ورته ورکړی شي.

د اګره د وژنې وروسته د ملاکنډ ضلعې انتظامیې دعوه کړې وه په دغه پېښه کې ککړ دوه کسان یې نيولي دي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز ډاکټر سید عرفان اشرف وايي، په پاکستان کې که جرنلسټان دي، مدني او ټولنيز فعال دي هغوی چې د خپلو او د ټولنې د حقونو دپاره غږ اوچتوي، هغوی بیا ځورول کيږي، بې درکه کول کيږي وژنې يې کيږي او دغه اواز خاموشه کولی شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل محمد زاده چې په سخاکوټ او ملاکنډ کې د نشه يي توکیو او نورو جرمونو پرضد غږ پورته کړی او په انتظاميه یې پوښتنې راولاړې کړې وې، دغه اواز هم غلی کړی شو.

د اګره د وژنې وروسته ځايي سياسي ګوندونو، مدني فعالانو او خلکو احتجاجي مظاهره کړې او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغو ته د سزا ورکولو غوښتنه یې کړې وه.

په ټولنيزو رسنیو د اګره يوه ويډيو خپره شوې چې پکې اګره د ملاکنډ ضلعې کمشنر سره خبرې اړوي او اګره بيا ويلي وو که څه ورله وشو زمه وار به يې مرستيال کمشنر وي.

د احتجاجي مظاهرې وروسته بیا د صوبې وزيراعلا محمود خان په ټويټر ويلي وو، مرستیال کمشنر او اړونده اسټنټ کمشنر د څوکو څخه لرې کړی شو او د دواړو پرضد يې د انکوايرۍ کولو ویلي وو.

د محمد زاده اګره د وژنې په مقدمه کې د تازه پرمختګ په اړه وي او اې ډيوه د ملاکنډ ضلعې د اوسني مرستیال کمشنر انوار الحق سره څو ځله د رابطې هڅه کړې خو د هغه لخوا ورته ځواب نه دی ويل شوی.