پاکستان کې دکال په حساب ګراني د١٨ فيصدي نه هم زياته شوې

د پاکستان دشمیر شمیرو اداره په خپل اوونیز رپوړټ کې وايي تیره اوونۍ په ورځني حساب د خوراکي شیانو بیعې يو اشاريه ٧١ فیصده زیاتې شوي او د کال په حساب د ګرانۍ رفتار د ۱۸ فیصدي نه هم زیات شوی دى ـ

ځايي سوداګر فرمان علی وايي د چرګ غوښه په تیرو څلورو میاشتو کې نیم په نیمه ګرانه شوې ده ـ

دی وايي د کله نه چې د تیلو بیعې زیاتې شوي نو د خوراکي شیانو بیعې هم لوړې شوي او له دې امله د هغوٸ روزګار هم اغیزمن شوی

د شمیرنې اداره وايي روانه میاشت په تیره اوونی کې د خوراکي شیانو بیعی ۱.۷ فیصده لوړې شوي او په شپږو میاشتو کې دا پرله پسې ګراني ده ـ

اداره وايي تیره اوونی د چرګ غوښه ۸ فیصده، خوراکي تیل ۴.۷۲ فیصده ،غوړي ۲.۵ فیصده او دالونه ۱.۶۳ فیصده ګران شوي خو بیا د ۱۰ خوراکي توکو بیعې راکمې شوي او د ۱۴ خوراکي توکو په بیعو کې بدلون نه دی راغلی ـ

سوداګر وايي په پاکستان کې ګرانۍ د خلکو د اخستو توان کم کړی دی ـ

په مردان کې د پرچون سوداګر سلمان خان وي او اى ډيوه ته وايي ګراني په توله نړۍ کې ده خو هلته د خلکو امدن زیات دی او دلته چې به چا یوه تروړه اوړه اخستل هغه اوس دړۍ اخلی او چا چې به دړۍ چيني اخسته اوس کلو اخلي ځکه چې د خلکو د سودا اخستو توان نشته ـ

تیره میاشت د شمیرنې ادارې ۹.۲ ګراني ریکارډ کړې وه او پوهان وايي چې روانه میاشت به دا ګراني نوره هم لوړه شي