سپریم کورټ بار:حکومت ته دځان خلاف هره خبره کې دهندوستان لاس ښکاري

دپاکستان دسپریم کورټ د وکیلانو سازمان هغه تورونه رد کړې چې ګنې د عاصمه جهانګیر کانفرنس فنډونه له بهر څخه ترلاسه شوي او ایجنډا یې دحکومت په ضد وه.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن صدر لطیف اپریدي ویلي پاکستان کې چې څوک هم دحکومت په ضد خبره کوي نو حکومت ته پکې دهندوستان یا بل هیواد لاس ښکاري.

روانه اوونۍ لاهور کې راجوړ شوي دغه کانفرنس کې وینا والو دجمهوریت پرضد دپوځ اؤ عدلیې په کرار سختې نیوکې کړې وې چې له هغې راپدیخوا په ټولنیزو رسنیو هم دپوځ اؤ عدلیې په کرادر دنیوکو لړۍ چټک شوې ده.

دغه کانفرنس چې پخپله پکې دسپریم کورټ مشر قاضي ګلزار احمد اؤ نور ججان هم شریک وؤ، دپاکستان داطلاعاتو وزیر فواد چوهدري دعوه کړې چې پنګې ورته دبهر نه برابرې کړل شوې وې.

پخپل یو بیان کې سپریم کورټ بار ایسوسي ایسن دحکومت لخوا لګول شوي تورونه رد کړي اؤ ویلې یې دي چې دوئ دپاکستان دپرمختګ او جمهوریت د استحکام نه پرته بله یوه ایجنډه هم نه لري.

دوکیلانو دغه سازمان ویلي راجوړ شوي کانفرنس کې عدلیې ، وکیلانو، د بشري حقونو کارمندانو، جرنالسټانو، حکومت او دمخالفو ګوندونو مشرانو ته د خبرو او خپل دریځ وړاندې کولو موقعه ورکړل شوې ده.

دسپریم کورټ بار ایسوسې ایشن صدر لطیف اپریدي وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل دحکومت په ضد که څوک هم خبره کوي نو په پاکستان کې دا ډیر غلط روایت دی چې حکومت ته په هغې کې د هندوستان یا یو بل بهرني هیواد لاس ښکاري.

هغه وایي دوئ(حکومت) اختلاف نه شی زغملی او د اختلاف زور ختمولو د پاره دغه رقم تورونه لګول کیږي چې د منلو وړ خبره نه ده.

ښاغلي اپریدي زیاته کړه چې عاصمه جهانګیر کانفرنس کې د پاکستان په اقتصاد، قانون، عدلیې او حکومتي ګامونو خبرې شوي چې دا دګرد هیواد اؤ ولس مهمې ستونزې دي.

هغه وویل دغه کانفرنس خلکو کې د پوهنې خورولو یوه هڅه وه ولې چې ټولنیزو حالاتو کې دبدلون دلارې پارلیمان، عدلیه او اقتصاد هم پیاوړی کیدای شي.

د سندهـ بار ایسو سي ایشن مشر صلاح الدین احمد وایي حکومت دبهرنیو پنګو دترلاسه کولو په تورونو لګولو دعاصمه جهانګیر کانفرنس کې د ویل شوؤ حقیقتونو څخه سترګې نه شي پټولی.

هغه وایي په پاکستان کې دغه شان یو شمیر کانفرانسونه چې د پاکستان حکومت، عدلیې او دپاکستان پوځ کړي ، یا دپرمخ تګ کارونه دې هغه په بهرنیو پیسو شوي دي.

دصلاح الدین احمد په وینا په کانفرنس کې د عدلیې او نورو ادارو په اړه پوښتنې راولاړې شوي دي که چرې قاضیان، د ادارو مشران او حکومت غواړي چې د ولس باور پرې بحاله شي نو ورته به په دې اړه سنجیده ګامونه پورته کول وي.

په تیرو ورځو کې د پنجاب لاهور ښار کې د بشرې حقونو دفعالې او مشرې وکیلې عاصمه جهانګیر په یاد کې د راجوړ شوي دغه کانفرنس وروسته پر ټولنیزو رسنیو د جبري بې درکه کسانو د خوشې کولو غوښتنې هم زور نیولی دی.

د بشري حقونو تنظیمونه پاکستان کې په جبر دبې درکه کسانو دبې درکۍ ذمه وار پوځ ګرځوي خو حکومت د مخالفینو دغه نیوکې د پوځ او عدلې په ضد د مخالفینو یو کمپاين ګرځوي.

دپاکستان تحریک انصاف پارلیماني غړې عالیه حمزه ملک د یوه لیک دلاري د قامي اسمبلۍ دسپیکر او داقتصادي چارو کمیټې څخه غوښتنه کړې چې د عاصمه جهانګیر فاؤنډیشن د فنډونو سرچینې باید راوسپړل شي .

هغهې ویلي عاصمه جهانګیر کانفرنس کې دستر قاضي سپکاوی شوی.

هغې دغه کانفرنس ته د ستر مخالف ګوند مسلم لیګ نواز دمشر اؤ پخواني وزیر اعظم نواز شریف د وینا دپلټنو غوښتنه هم کړې ده اؤ ویلي یې دي باید معلومه کړل شي چې څنګه یو سزا یافته تن دغه کانفرنس ته وینا کړې ده.