د پټرول ډیلرانو له نن نه په ټول پاکستان کې تر نامعلومې مودې احتجاج اعلان کړی

مردان ـــ آل پاکستان پټرولیم ډیلرز ایسوسیشن له نن نه په ټول پاکستان کې تر نامعلومې مودې پورې د کاربندیز اعلان کړی او ځایي اوسېدونکي اندېښمن دي چې د پټرول مرکزونو د بندېدو سره به خلک له مشکلاتو سره مخ شي.

په خیبر پښتونخوا کې د ایسوسیېشن مشران وایي د زیارت- پنجشنبې په ورځ په ۲۵م نېټه په صوبه کې به ټول پټرول پمپونه بند وي او په صوبه کې د پټرولو کاروبار کوونکي وایي د ګرانۍ له وجی د هغوی خرڅونه زیات شوي او له تاوان سره مخ دي.

په خیبر پښتونخوا کې د آل پاکستان پټرولیم ډیلرانو د اتحادیې مرستیال مشر اختر نواز خان وایي د تېرو لسو کالو راهسې هغوی ته په پټرولو درې فیصده کمیشن میلاویږي خو وایي اوس یې خرڅونه زیات شوي.

اختر نواز خان وایي حکومت سره یې په شپږ فیصده کمیشن خبرې شوې وې خو حکومت دا نه دي عملي کړي:

"په خیبر پښتونخوا کې د مرکزی ښار نوښار نه د پټرول په یو لیټر د راتګ یوه روپۍ لګښت راځي او درې روپۍ پرې نور خرڅونه دي نو دا څلور ته اورسي او حکومت مونږ له درې روپۍ او 91 پیسې کمیشن راکوي، دې کې زمونږ تاوان دی".

د روانې میاشتې په پینځمه هم اتحادیې د کاربند اعلان کړی وو خو بیا د مرکزي حکومت د توانایۍ وزیر حماد اظهر په مشرۍ حکومتي پلاوي د پټرولیم ایسوسیېشن سره خبرې کړې وې او د ایسوسیېشن په وینا په شپږ فیصده کمیشن سلا شوي وو.

د پیټرولو د اتحادیې مشران وایي د دې دپاره یې د پاکستان د پټرولیم وزارت د سیکریټری په مشرۍ کمیټي هم جوړه کړې وه او باور یې ورکړی وو چې اقتصادي رابطه کمیټۍ به د نومبر په ۱۵مه ددې منظوري ورکړي خو وایي هغه اضافه عملي نه کړی شوه.

د کاربندیز د اعلان وروسته ځایي اوسېدونکي اندېښمن دي او وایي که د پټرول مرکزونه وتړل شي نو دوی سره به مشکلات پیدا شي. د مردان ضلعې اوسېدونکی عماد خان وایي عام ولس به مشکلات ولري او ګاډی به ودریږي:

"د سکول ماشومان او سرکاري او غیر سرکاري کارکوونکي به خپل کار نه پاتې شي او چې کله پټرول پمپونه بند شي پټرول بیا په غیر قانوني توګه نور هم ګران شي".

د اکتوبر په ۱۶مه مرکزي حکومت د پټرولو او ډیزلو په بیعو کې ۱۰ روپۍ او ۴۹ پیسې اضافه کړې وه او ویلي یې وو په نړیوال مارکیټ کې د خامو تېلو بیعې د ۸۰ ډالره بېرل نه زیات شوی دی.

د پاکستان د خزانې سلاکار شوکت ترین وایي نړیوالې مالیاتي ادارې ای ایم ایف ورته د پور ورکولو دپاره دا شرط هم ایښي دي چې پټرولیم لیوي د میاشتې په سر ۴ روپۍ لیټر زیاته کړي او دا ۳۰ روپۍ لیټر ته ورسوي.

ددې تر څنګ حکومت په پټرولو سیلز ټيکسونه هم راکم کړي خو بیا هم د پټرولیم ډیلرز اتحادیه وایي حکومت په پټرولو او ډیزلو دا ۱۲ فیصدي ودهولډنګ ټيکسونه تر لاسه کوي او د څلوېښت روپۍ لیټر نه زیاتو ټیکسونو اخیستو باوجود هغوی ته په کمېشن ورکولو تیار نه دی.