عورت فاونډیشن:په میرمنو دتشدد دمخنیوي قانون عملي کولو لپاره اړین ګامونه نه دي اخستل شوي

د میرمنو دحقونو یوه اداره عورت فاونډیشن وايي خیبر پښتونخوا کې د زنانه ؤ په ضد د کورني تشدد دمخنیوي قانون د روان کال جنورۍ کې منظور شوی ؤ خو حکومت ددغه قانون عملي کولو لپاره ۱۱میاشتو کې اړین ګامونه نه دي اخستي.

خو دمیرمنو د وضیعت په اړه د خیبر پښتونخوا کمیشن پروګرام افسره میرمن عالیه بصیر وایي. کمیشن په دغه قانون کار شروع کړی دی. ډیر زر به دا پروسه سرته ورسي.

ټوله نړۍ کې د پنځه ویشتم نومبر نه تر لسم دسمبر پورې د بشري حقونو د مبارزې او فعالیتونو شپاړس ورځې نمانځل کیږي. هم دغه لړ کې د میرمنو د حقونو یو تنظیم عورت فاونډیشن پیښور پوهنتون کې د جرنلزم څانګې سره په شریکه یوه دستوره راجوړه کړې وه.

د عورت فاونډیشن ځایي مشره میرمن صایمه منیر وایس اف امریکا ډیوه ته وایي پاکستان کې اوس هم د زنانه ؤ په ضد د تشدد پیښو کې اضافه لیدل کیږي.

هغه وايي نه مطبوعات د میرمنو حقونو ته مناسب ځایې ورکوي او نه د تشدد پیښو کې ککړو تنانو ته سزا ورکړل کیږي.

د بیلګې په توګه صایمه منیر وایي دوه زره نولسم کې د زنانه ؤ په ضد د زیاتي درې نیم سوه قضیې عدالتونو ته راغلې وې. خو صرف اتوؤ تنانو ته سزا ورکړی شوې وه.

دهغې په وینا دشپاړسو ورځو ددې تحریک او نورو دغه شان تحریکونو مقصد دا وي چې مونږ حکومت نه بلکې ریاست نه غوښتنه وکړو. چې د ښځو خلاف او داسې نورو کمزورو لکه نرښځیانو، اقلیتونو او معذورانو خلاف دې ظلم ته د پائ تکی کېښودل شي.

"کوم قوانین چې جوړ شوي دي. باید په هغې عمل وشي. د کومو قوانینو د عملي کولو لپاره چې نورې چارې پکار دي. باید هغې ته پاملرنه وشي"

صایمه وایي په میرمنو د کورني تشدد مسوده نهه کاله وړاندې دوه زره دولسم کال کې صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې شوې وه. د روان کال جنورۍ کې اسمبلۍ نه منظوره او باقاعده قانون شو. خو ددې قانون د عملي کولو لپاره چې د حکومت له اړخه نور کوم ګامونه اخستل پکار دي. د یوولسو میاشتو تیریدو باوجود هغه نه دي اخستل شوي.

خو د میرمنو د وضیعت په اړه د خیبر پښتونخوا کمیشن پروګرام افسره عالیه بصیر وایي کمیشن په دغه قانون کار روان کړی دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغهې ویلي "د میرمنو په ضد د کورني تشدد د مخنیوي قانون منظور شوی دی. هیله ده چې دغه قانون به اوس هرې ادارې کې نافذ شي"

دنوموړې په وینا کمیشن په دې قانون غونډې شروع کړې دي اؤ نن هم صوبایي اسمبلۍ کې په دې اړه یوه غونډه روانه ده. د جنسي ځورونې د قانون پحقله کمیشن مختلفو ادارو ته د پوهې تربیه ورکوي. ترڅو هرځایې، هر سکول او کالج کې دا قانون په ښکاره ډول ولګول شي. چې هرې میرمن او زده کونکي ته ددې قانون معلومات وي.

میرمن عالیه بصیر زیاته کړه کمیشن د اسمبلۍ غړو ته د زنانه و د حقونو پحقله د قانوني مسودو جوړولو کې هم مرسته کوي. رارونو وختونو کې به نور هم داسې قوانین مخې ته راشي.

دا په داسې مهال ده چې د ملګرو ملتونو د یوې څیړنې تر مخه پاکستان کې پنځوس فیصده واده شوې میرمنې جنسي زیاتي او نوي فیصده جسماني زیاتي سره مخ شوې دي.

بل پلو ته نړیوالې ادارې تهامسن رایټرز فاونډیشن پاکستان دمیرمنو لپاره دنړۍ دشپږو خطرناکو هیوادونو نوم لړ کې شامل کړی دی.