پاکستان کې په ریاستي کچه دتندلاریتوب کېدونکې روزنه به خطرناکې نتیجې ولري،څېړونکي وایي

دپاکستان په سیالکوټ او چارسده ضلعه کې پرله پسې دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس دتشدد دپېښو وروسته په خیبرپښتونخوا کی پوهان وایي په پاکستان کې د تندلاریتوب او سخت دریځۍ روزنه په حکومتي کچه کیږي او که ددې مخه ونه نیول شوه دا به پاکستان ته سخت زیان ورسوي.

پوهان وایي په حکومتی کچه جمهوریت پلوه او اعتدال پسنده او روشن خیال خلک ځورؤل کیږی او د سخت دریځو مرستې کولی شي.

دچارسدې سره تړاؤ لرونکی خبریال اؤ څیړنکار شاه رضا شاه وایې دا ډیره دخطر خبره ده چې د مودو راهسې په رياستي کچه دتندره فکر خصمانه کیږي .

دهغه په وینا "مونږ وینو چې په ملکي کچه، قامي میډیا اؤ دتعلیمي ادارو او نصاب کې دسخت دریځۍ ډاډګیرنه کیږي اؤ که ددې مخه ونه نیول شوه نو د خپله لاسه به دې ملک ته نقصان ورسوي"

شاه رضا شاه وایي حکومت دتحریک لبیک پاکستان سره خبرې وکړې اؤ او دهغوئ بندي مشران یې خوشې کړل،اوس د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې کوي او هغه ۸۰ زره کسان او د ای پی ایس ماشومان ترې هیر دي چې ترهکرو وژلي دي.

هغه زیاتوي حکومت په صوبه کې د مدرسو مالي مرستی کوي او په حکومتي کچه د تندروه فکر روزنه کیږي خو برعکس بیا جمهوریت پلوه، اعتدال خوښي او روشن خیاله خلک دا ریاست ځپي.

هغه وایي دحکومت له لوري تند لارو،قانون په لاسو کې اخستونکو او سخت دریځه خلکو سره ښکاره مرستې کیږي او پکار ده چې اوس دا خبرې ښکاره شي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په سیالکوټ کی د سری لنکا د منیجر وژل او سوځول غندلي او وائی٫دا د پاکستان دپاره د شرم خبره ده.

داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري د سوشل میډیا د لاری وایې٫په ټولنه کې مو ټايم بمونه لګولي که دا بمونه ناکاره نه کړی شول دا به چوی، وخت د لاسونو نه لکه دشګو اوځی پاملرنه ورته پکار ده.

تیره اوونۍ په 28م نومبر په چارسده ضلعه کې په یو تن د قران د سوځولو تور لګول شوی ؤ چې دهغه له نیول کیدو وروسته ځایې خلکو پولیسو نه دهغه تن ترلاسه کولو په غرض اړي ګړي کې دپولیسو یوه تاڼه اؤ څلور چوکۍ سوځولې وې.

په عبدالولی خان پوهنتون کی د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر پروفيسر ډاکټر عبد الشکور وایې ټولنه د رياستي پالیسو نه اثر اخلي او ددې پیښو نه څرګندیږي چې ټولنه هم سخت دریځۍ ته روانه ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل باید چې په تعلیمی نظام کې د سکولونو او مدرسو نصاب ته پام وشي.

په کال 2017م کې هم د خیبر پښتونخوا په عبدالولي خان پوهنتون کې یو طالب علم مشال خان د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی ؤ او بیا عدالت دغه پېښه کې ککړو کسانو ته سزاګانې هم اورولې وې.

تیر کال د پېښور په عدالت کې دننه یو تن د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوی ؤ.

سږکال هم په مرکزي ښار پېښور کې د احمدي فرقې یو ډاکټر نامعلومه وسله والو په وژلی ؤ.

څیړنې وایي په تیرو شلو کالو کې په پاکستان کې 77 کسان دمذهب دسپکاوي په تور وژل شوي دي.