پاکستان کې دجبري ودونو اؤ په زوره دمذهب بدلولو په ضد لږکیو احتجاجونه کړي

د بشري حقونو دنړيوالې ورځې دنمانځلو په ترڅ کې پنجاب او سندهـ صوبو کې ميشت د پاکستان دوؤ سترو اقليتونو هندوانو او عیسایانو دخپلو حقونو لپاره مظاهرې کړي دي.

دوئ دحکومت څخه دجبري ودونو دمخنيوي لپاره دقانون د منظورؤلو او ملکي دستور کې لږکيو ته دبرابرۍ ورکړل شوؤ حقونو باندې دعمل کولو غوښتنې کړې دي.

عيسایي او هندو مذهبونو سره تړاؤ لرونکو لږکیو دغه احتجاجي مظاهرې دجمعې په ورځ دپنجاب اؤ سندهـ صوبو په بیلابیلو سترو ښارونو کې کړي دي.

داحتجاجي مظاهرو په مهال لږکیو دپاکستان دننه دجبري ودونو او په جبر دمذهب بدلولو پيښو کې په راغلي زپاتوالي انديښنې ښودلي او د حکومت څخه یې ددې دمخنيوي لپاره دپارليمان نه قانون منظورولو غوښتنه کړې ده.

سندهـ صوبه کې د واکمن خو مرکز کې دحکومت مخالفه پاکستان پيپلز ګوند دسينيټ غړى انور لال ډپن وايي چې هرکله ملکي دستور تولو وګړو ته د برابر حقونو ضمانت ورکړی نو حکومت په دى عمل ولې نه کوي؟

وي او اى ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل "جبر نه څه نه جوړيږي، پکار ده چې حکومت د جبري ودونو د مخنيوى لپاره قانون منظور کړي"

وړاندې نه پنجاب کې ميشت احمدي اقليت دنکاح په فارم کې د مذهب خانې شاملولو ته سخت غبرګون ښايي او تور لګوي چې ددې مقصد احمدي اقليت لا نور هم ځورول دي.

پاکستان کې عيسايي او هندو مذهبه لږکي دمذهب د سپکاوي دقانون د دوئ په ضد د ناوړه کارؤل کیدو تورونه هم لګوي.

پنجاب صوبه کې د عيسايي اقليت يو مشر او دبشري حقونو کارمند جوزف فرانسي وايي پنجاب کې دمذهب دسپکاوي دمخنیوي دقانون شخصي ګټو لپاره دکارؤل کیدو او د اقليتونو سره دجبري ودونو پيښې دوام لري.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل چې ددې مخنيوي لپاره دقانون جوړولو پرته بله کومه لاره نيشته.

په دې ورورستیو کې دپارليمان د اړونده کميټي له لوري د جبري ودونو دمخنیوي په اړه دقانوني مسودې د رد کيدو په ضد د لږکيو دپارليماني غړو لخوا سخت غبرګون مخې ته راغلى و.

وي او ای ډیوه دلږکيو دمشرانو لخوا د جبري ودونو په اړه دلګول شوؤ تورونو دسپیناوي لپاره داړونده حکومتي چارواکو دنظر اخستو هڅه کړې ده خو دغه هڅه کامیابه شوې نه ده.

څه موده وړاندې وي او اي ډيوه سره خبرو کې دمذهبي یووالي دچارو لپاره د وزير اعظم عمران خان سلا کار مولانا طاهر اشرفي دجبري ودونو په اړه دبشري حقونو دتنظيمونو لخوا جارې کړل شوې شميرى رد کړي وې او دا دعوې یې بې اساسه ګرځولې وې