پنجاب کې په میرمنو دجنسي تیریو اؤ تشدد پېښې سیوا شوي دي،رپورټ

پنجاب کې دصنفي برابرۍ په اړوند مخې ته د راغلي راپور تر مخه لاهور کې کال ۲۰۲۰ کې د جنسې تیریو او کورني تاو تریخوالي پیښو کې ډیر زیاتوالی راغلی او د راپور شوؤ پیښو شمیره د ۴۸۰۰ څخه زیاته ده.

د راپور تر مخه په پنجاب کې کال ۲۰۱۹ کې د ښخو سره د جنسې تیریو، ویرولو او ځورولو، تښتولو او کورني تشدد ۸۷۶۹ پیښې ریکارډ شوې دي.

کال ۲۰۲۰م کې دغه شمیره ۸۷۹۷ ته رسیدلې ده.

د پنجاب سرښار لاهور کې د ښځو په ضد دجنسې تیریو پیښې تر ټولو زیات رپورټ کیدونکی جرم دی چې پکې کال ۲۰۲۰ کې ۴۷۳۲ پیښې مخې ته راغلې دي.

دغه شمیرې د ښځو د حیثیت په اړه د پنجاب کمیسون په صنفي برارۍ د راپور کال ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ برخه هم دي.

شمیرې ښایي چې یوازې لاهور نه، په ټول پاکستان کې د ښځو سره د جنسې تیریو پیښو کې زیاتوالی لیدل شوی دی.

د بشرې حقونو د کارمندانو وینا ده په هیواد کې په میرمنو دتیري په ضد قانون شته خو ددې عملي کول تر ټولو ګران کار دی.

د بشرې حقونو کارمنده او قانون پوهه ریما عمر وایي ،د جنسې تیرو په زرګونو پیښې راپورکیږي او بیا زیات شمیر داسې پېښې هم کیږي چې هغه نه راپور کیږي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ریما عمر وایي دجنسي تیریو دپېښو شمیره په زرګونو کې ده خو دې پېښو کې ککړو کسانو ته دسزا ورکولو کچه د دریوؤ څخه څلور فیصدي ده.

دهغې په وینا "حکومت د سزا ورکولو خبره کوي خو مهمه خبره دا ده چې دغه چې تورن تن ته به رسي څنګه، ایا دپلټنو نظام مضبوط کړی شوی دی، ایا د ځپلو ښځو سره دپلټنو د افسرانو رویه ښه ده، پولیس دغه معامله کې د ښځو سره څنګه رویه ساتي، عدالتوکې قاضیان د دغه ځپلو ښځو څخه څه رنګه پوښتنې کوې- حکومت ته به دې ټولو معاملو ته هم کتل وي"

وزیراعظم عمران خان د روان کال په جون کې دیو بهرني خبرې اژانس سره مرکه کې په هیواد کی د جنسې تیریو د زیاتیدونکو پیښو ذمه واره د ښځو لنډې جامې ګرځولې وې-

هغه که څه هم وروسته دغه بیان رد کری ؤ او د تیر نومبر په میاشت کې یې دجنسي تیریو په پیښو کې دتورن کس دنامرده کولو وړاندېز کړی ؤ خو د بشري حقونو کارمندان ښځې د هربد فعل ذمه واره ګرځولو په اړه په هیواد کې پر دغه خاص فکر ډیرې اندیښنې لري.

د پولیسو د ریکارډ، د پاکستان د بشرې حقونو دکمیسون او د پاکستان د قانون او انصاف دکمسیون څخه دتر لاسه شوؤ شمیرو تر مخه په هیواد کې هره ورځ ۱۱ د جنسې تیریو پیښې مخې ته راځې او تیرو شپږو کلو کې ۲۲۰۰۰ د جنسي تیریو پیښې رامخته شوې دي چې پکې یوازې ۷۷ کسانو ته سزا اورول شوې چې د مجموعې پیښو ۰.۳ فیصده جوړیږي.

راپور کې دا هم ویل شوې په داسې حال کې چې په مجموعې توګه د سیمې په نورو برخو کې دکورني تشدد پیښو کې ۳.۵ فیصده کمی راغلی، په لاهور کې کال ۲۰۲۰ کې دکورني تاو تریخوالي تر ټولو زیاتې ۳۴۵ پیښې ریکارډ شوي دي.