پاکستان کې تجارتي خساره په ريکارډ کچه سېوا شوې، سټېټ بېنک وايي

د پاکستان مرکزي بېنک (سټېټ بېنک) وايي، د روان مالي کال په لومړو پينځه میاشتو کې تجارتي خساره اووه اربه ډالرو ته رسېدلې ده، او علت يې درامدات یا ملک ته د راتلونکو څيزونو زياتوالی ښودل شوی دی.

د اقتصادي چارو کار پوهان وايي که په دغه حساب د کرنټ اکاونټ خساره سېوا کيږي نو دا خساره به د مالي کال د اخرې پورې 15 اربه ډالرو ته ورسي.

اقتصاد پوهه مهتاب حېدر وايي، دا د اقتصاد دپاره يو غټ چېلنج دی او که د کرنټ اکاونټ خساره 15 اربه ډالرو ته زياتيږي نو بيا د حکومت سره بله لاره نشته بې د دې چې د نورو بهرنيو هېوادونو څخه قرضې واخلي خو د دې سره به د غېر ملکي زر مبادله ذخيره د فشار سره مخ شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، په تيرو شپږو میاشتو کې د روپۍ قيمت د ډالر په مقابله کې د 152 روپو نه تر 180روپو پورې سېوا شوی دی او هم دغه وجه ده چې پاکستانۍ روپۍ د فشار لاندې ده.

هغه زیاته کړه په پرانستي يا (اوپن) مارکيټ کې د روپۍ او ډالر ترمنځه فرق زیاتيږي او دا ويره هم موجوده ده چې په بهرنيو هېوادونو کې کار کوونکي پاکتسانيان هنډۍ يا حوالې پله لاړ نه شي ځکه چې په پرانستي مارکیټ کې د بېنکونو د لارې په پېسو رالېږلو کې د تاوان سره مخ کيږي.

روانه مياشت د پاکستان مرکزي بېنک په ملک کې د زري يا (مانيټري) پاليسۍ اعلان کړی او ويلي يې وو چې په روان مالي کال کې به تجارتي خساره د ملکي پېداوار يا قامي امدنۍ څلور فيصده وي.

خو بيا يواځې په پينځه مياشتو کې کرنټ اکاونټ خساره د پينځه فيصدو نه زياته شوې ده.

روانه میاشت د وزيراعظم د تجارت سلاکار رزاق داود ویلي وو د پاکستان برامدات 27 فيصده زيات شوي دي او د حکومت لخوا ټاکل شوی هدف پوره کړی شوی دی.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي يواځې د نومبر په مياشت کې د پاکستان در امدات نزدې اته اربه ډالرو ته رسېدلي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، دا د اقتصاد دپاره يو غټ چېنلج دی او بايد چې د خزانې وزارت د دې دپاره ګامونه پورته کړي او پاکستاني در امدات په ځانګړي ډول غېر ضروري توکي او د ارام سامانونه راکم کړي.

هغه زیاته کړه په نړیواله کچه هم ګراني راغلې او د هغې په وجه هم د پاکستان درامدي بل کرنټ اکاونټ خساره سېوا شوې ده.

په پاکستان کې د کال 2018 د ټولټاکنو وروسته مرکزي حکومت حکومت اعلان کړی وو چې په ملکي کچه ريکارډ 20اربه ډالره کرنټ اکاونټ خساره راکمه کړي، او د هغې وروسته د حکومت د دعوو ترمخه کرنټ اکاونټ خساره سر پلس يعنې يو ارب 64 کروړه ډالرو ته راټيټه شوې وه.

خو په روان مالي کال کې يو ځل بيا کرنټ اکاونټ کې خساره مخې ته راغلې ده. او ويلی کيږي چې په حکومتي کچه په راتلونکي ميني بجټ يا وړوکي بجټ کې حکومت غېر ضروري در امدات راکم کړي.