شمالي وزيرستان: د ځمکې د شخړې په سر د دوه قبيلو ترمنځ وسله واله نښته پېل شوې

د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د ځمکې په سر شخړه د دوه ځايي قبیلو ترمنځ نښته پیل شوې چې پکې دواړو خواته ته درنه او سپکه وسله کارول کیږي.

د پولیسو ضلعي مشر یا د ډي پي او دفتر چارواکو ویلي چې دا نښته په میرعلي کې د ایپي او مدیخېل قبیلو ترمینځه د ځمکې په سر د بېګا شپې نه پېل شوې ده.

پولیس وايي په نښته کې تر اوسه د کوم ځاني زيان مالومات مخې ته نه دي راغلي خوویل شوي پوليس هڅه کوي، چې د دواړو خواو ترمنځ ډزبندي وکړي او مورچې پرې خالي کړي.

د ډي پي او دفتر وايي پولیس او نور امنیتي مامورین سیمې ته رسیدلي دي او هڅه کوي چې دا جنجال په سوله ییز ډول هوار کړي.

قبایلي ضلعې چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې شوي له هغې وروسته پرله پسې د زمکو د ملکیت د شخړو په سردغسې نښتې کیږي چې تر اوسه پکې په لسګونو کسانو خپل ژوند بایللی او دغه نښتې بیا په دښمنیو بدلیږي چې تر پېړیو،پېړیو دوام لري.

د تیر اکتوبر په 24 م نیټه هم په قبایلي ضلع کرمه کې د زمکې د ملکیت پسر د دوه کورنیو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي او څو نور پکې ژوبل شوي وو.

هم سږکال د فرورۍ په میاشت کې د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان کې د دوه قبېلو ترمنځ د زمکې دملکیت په شخړه وسله واله نښته کې شپږ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو.

د ځایي خلکو په وینا د دغو دواړو کلیو تر منځه دشاملاتو په زمکه دغه جنجال د تیرې څه مودې راهسې رارون وو چې بیګا د شپې د یو بل پرخلاف يې ډزې شروع کړي دي.

دوی وايي په سیمه کې دا رقم ستونزې سېوا دي خو د دې هوارې ته انتظامیه او پولیس نه رامخې ته کیږي.

دې پیښې پرضد سیمه يیزو خلکو میر علي بازار کې احتجاجي مظاهره کړې او حکومت نه دا داسې قسمه شخړو د مخنوي غوښتنه کړې.

یو احتجاج کوونکي جمال دواړ وويل، قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې له ورګډیدو وروسته په شمالي وزیرستان ضلع کښې د ګډو زمکو دحدبندۍ په سر شخړو کې یو شمېر کسان وژل شوی او ژوبل شوي دي خو نه خو ځایي پولیس او نه د ضلعې انتظامیې د دغو شخړو هواري د پاره کوم زړه پورې ګامونه پورته کړي دي.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان پخوانی مشر وقار داوړ وویل که څه هم اوس قبايلي سیمو ته عدالتي نظام هم غځول شوی خو دغلته هم د زمکو د شخړو په هواري کې ډېره موده لګي.

وي او اې په دې اړوند د انتظامیه او پولیسو مشر سره د رابطې هڅه کړې خو د پولیسو مشر د دفتر چارواکو وویل د پولیسو مشر سره د نفرې د پیښې ځایې ته رسدلې او زیاته يې کړه چې قامي مشران هم ددوی سره په امن راوستلو کښې ملګري دي او د دواړه خواو سره یې خبرې اترې روانې دي.

قبايلي ضلعو کښې کرمه یوازینۍ داسې علاقه ده چې پکې د پېرنګیانو د وخت معرفي کړل شوی د پټوار نظام موجود دی خو ولې بیا هم د خپلو حدودو د تعین په شخړه د ځایي قومونو تر منځه وخت په وخت اختلافونه رامنځته کيږي او اکثره په خونړیو نښتو هم بدل شوي دي.

په نورو قبایلي ضلعو کې چرته هم د پټوار نظام نشته د کومې له وجې چې نه یوازې پولیس, ضلعي انتظامیه بلکې عدالتونو ته هم د ځمکو د ملکیت او حدود تعین کولو کې مشکلات دي.

د روان کال د مارچ په میاشت کې د جنوبي وزیرستان دوتاني او د وزیرو ځلي خېل دواړو قبيلو د صوبايي حکومت نه غوښتي چې د قبيلو ترمنځ د يوې مياشتې نه د زياتې مودې راهسې د ځمکې په سر شخړه روانه ده حکومت دې د دې شخړې د هواري دپاره کمېشن جوړ کړي.

او بيا په لسم مارچ د خېبرپښتونخوا د هغه وخت حکومتي ویاند کامران بنګش په يوه خبري غونډه کې ویلي وو د قبایلي علاقو محرومۍ ختمولی شي او د بنيادي حقونو د خوندي کولودپاره قوانين قبایلي علاقو ته غځول شوي دي.

کامران بنګش ويلي وو صوبې د 2020کال د دسمبر په میاشت کې په قبايلي ضلعو کې د شخړو د هواري دپاره متبادل نظام قانون جوړ کړی د کوم لاندې چې به جرګه جوړيږي او جرګه او د علاقې خلک به په خپله د شخړو د هوارولو دپاره درېمګړي ټاکي او د هغو درېمګړو فېصلې ته به عدالتي ملاتړ ترلاسه وي او عدالت به دغه فېصلې ته قانوني بڼه ورکوي.