دپاکستان سنییټ کې دسي پیک پروژو په سست رفتارۍ اندېښنې ښودل شوي

دپاکستان دسینیټ د منصوبه بندۍ یا پلان جوړؤنې کمیټې د پاک چین اقتصادي راهدارۍ د پروژو پر سست عمل اندیښنې څرګندې کړي او غوښتنه یې کړې ده چې د دغو پروژو د کار جاج اخیستو د پاره جوړو کړل شوؤ ګډو کاري ډلو کې دې سینیټران هم شامل کړی شي-

دپاکستان سینیټ د پاک چین اقتصادي راهدارۍ سي پیک هره ګډه کاري ډله کې دیو، یو سینیټر شاملولو غوښتنه کړې او پریکړه یې کړې چې غیر پیداواري او سست رفتارۍ سره دچلیدونکې پروژې پړاؤ په پړاؤ ختمولو د پاره به د ټولو وزارتونو د پرمختګ د پروژو جاج اخیستل کیږي-

د پاکستان پیپلز ګوند دسینیټر سلیم مانډوي والا په مشرۍ شوې د سینیټ د منصوبه بندې دقایمه کمیټې غونډه کې دستمبر په ۱۶مه نیټه د وړاندې کړل شوؤ سپارښتنو په اړه معلومات غوښتل شوي-

د غوښتنو تر مخه راتلونکو پروژو د پاره دسینیټ د قایمه کمیټې یو ،یو غړی به د سي پیک د ګډو کاري ډلو برخه وي-

دپنجاب څخه د سینیټ غړې نزهت صدیق وي او ای ډیوه ته وویل په دغه کاري ډلو کې د قامي اسمبلۍ غړي شامل دي او سینیټران غواړي چې د سینټ استازیتوب هم د سي پیک په کاري ډلو کې شامل وي.

"مونږ پر سي پیک کیدونکي کار څخه مطمینه نه یو، په کومې تندۍ سره چې پر سي پیک کار شورو شوی ؤ په تیرو کلونو کې دغه کار د ډیرې سستۍ ښکار شوی دی- مونږ اراده لرو چې د منصوبه بندۍ د وزارت په مرسته د پروژو جاج اخیستو د پاره دغه پروژو ته سفر هم وکړو "

هغې زیاته کړه چې د سي پیک کاري ډلو کې د ګډون سره به دوئ پر پروژو د راتلونکو لګښتونو په اړه هم معلومات تر لاسه کولی شي-

د قائمه کمیټې سپارښتنې د اکتوبر په ۲۲مه نیټه سي پیک دکاري ډلو د مشرانو مخې ته وړاندې کړل شوې وې خو د هغوئ له اړخه څه ځواب نه دی تر لاسه شوی-

غونډه کې د هغه پروژو په اړه هم احوال تیر کړل شوی چې دجوړیدو لګښت یې د دوؤ اربو روپور څخه کم دی-

دکمیټې غړو دپرمختیایي پروژو پر وخت او لګښتونو کې په زیاتوالي اندیښنې څرګندې کړې دي-

د چارواکو وینا ده چې د مرکزې حکومت مالې صلاحیت او لږ وسايل د پروژو تر سره کولو کې لوې خنډ دې-

کمیټې پریکړه کړې چې د هر ډویژن او وزارت د چارواکو سره به ویني او د هغوئ څخه به دې پروژو کې د ځنډ او لګښتونو کې د زیاتوالي په اړه راپور وغواړي-

د سینټ دمنصوبه بندۍ دکمیټې له اړخه ستمبر کې شوې غونډه کې هم د سي پیک د پروژو په سست رفتارۍ اندښنې څرکندې شوې وې او د کمیټې چیرمین سلیم مانډوي والا ویلې وؤ چې دغه معامله د چین سفیر د دوې سره راپورته کړې ده-

د سي پیک د پروژو دلارې ځایي خلکو ته د روزګار ورکولو ژمنې هم شوې وې خو په تیرو ورځو کې ددغو پروژو په اساس خلکو ته د روزګار اؤ داسانتیاؤ دنه ورکړل کیدو په ضد د ګلګت بلتستان او ګوادر سیمو اوسیدونکو د حکومت په ضد احتجاجي مطاهرې هم کړې وې.