دپاکستان په خلاص مارکیټ کې دډالر بیعه نوره هم لوړه شوې ده

دپاکستان دننه په خلاص مارکیټ کې دروپۍ په پرتله دډالر بيعه نوره لوړه شوې خو په دبینکونو دننه بیا دډالر بيعه درې پیسې راکمه شوې ده.

کار پوهان وایي د روپۍ قدر کې دکمي دا لړۍ به راتلونکي کال پورې دوامدره وي او د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف لخوا که پاکستان ته دپور دپیسو بل قسط یا ټوک ترلاسه شي نو د روپۍ په قدر کې به استحکام پیدا شي.

ددې ترڅنګ مرکزي حکومت هم هڅې کوي چې د نورو شرطونو په شمول د ۳۶۰ اربو روپو په ټیکسونو رعایتونه ختم کړي خو بیا پوهان وایي دې سره به ګراني زیاته شي.

دپاکستان مرکزي بینک وایي په دبینکونو دننه د روپۍ په پرتله دډالر بيعه درې پیسې راکمه شوې ده او یو ډالر په 178.10روپۍ خرڅیږي خو په خلاص مارکیټ کې د روپۍ په مقابل کې دډالر بيعه د181روپو نه لوړه شوې ده .

په پاکستان کې د پیسو د بدلونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي کاروبار کوونکي د نړیوالې مالیاتي ادارې د پور د قسط په تمه دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي که مالیاتي ادارې پاکستان ته یو ارب ډالر منظور ورکړي نو امکان لري چې د روپۍ قدر هم مستحکم شي.

نوموړی وایي په ګاونډي هیواد پاکستان کې د بدلون وروسته د پاکستان مشکلات یو په دوه زیات شوي دي.

دهغه په وینا درامدي بل پرله پسې زیاتیږي ځکه چې وړاندې به پاکستان د ځان دپاره درامدات کول اوس د افغانستان د ضرورتونه دپاره هم زیات درامدات کوي.

ملک بوستان وایي که پاکستان د 12جنورۍ نه وړاندې د اسټیټ بینک د خودمختارۍ او 360اربه روپو د رعایتونو منظوري ورکړي نو پاکستان ته به دایي ایم ایف دپور دپیسو قسط ترلاسه شي او که داسې ونه شي نو بیا به پاکستان کاروباري قرضې په زیاتو شرطونو واخلي.

د اقتصاد ماهر فدا حسین وايې کله چې هم پاکستان د ایي ایم ایف نه پور اخستی نو پاکستاني روپۍ باثباته شوې ده خو په کومو شرطونو پوره کولو چې قرضې اخستل کیږي هغې سره به ګراني سیوا شي.

اقتصادی پوهان وایې په نړيوال مارکیټ کې د تیلو بیعې راکمې شوي او د سعودی عرب نه پاکستان ته قرض تیل ورکړل کیږي خو بیا هم د پاکستان اتیا فیصده برخه تیل د بهر نه درامد کوي چې له امله یې په درامدي بل یا لګښتونو کې اضافه کیږي