ټانک، ډېره اسماعیل خان او وزیرستان کې عملیاتو کې دوه وسلوال او دوه پوځیان وژل شوي

فایل فوټو

ډېره اسماعیل خان ـــ د پاکستان پوځ ويلي د خېبرپښتونخوا په ټانک، ډېره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان ضلعو کې يې د ترهګرو د موجودګۍ د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي او "دوه ترهګر" يې وژلي دي.

بل لور ته پوځ ویلي، په دې عملياتو کې درې وسلوال نيول شوي او یو ترهګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی او په نښته کې دوه سرتيري وژل شوي دي.

خو د پوځ په بیان کې د نیول شوي او وژل شوو وسلوالو په اړوند نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

پوځ د چارشنبې- شورو په ورځ (05 جنوري) مطبوعاتو ته لېږلي خبر کې ويلي، امنيتي ځواکونو په ټانک، ډیره اسماعیل خان او د جنوبي وزیرستان په کوټ کلي کې په عملیاتو کې دوه ترهګر وژلي او د دوی د ولکې نه يې په غټه کچه وسله- چې پکې د چاودېدونکو موادو غټه ذخیره او راکټونو شامل دي- ترلاسه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي په دغو عملیاتو کې "درې ترهګر له وسلې سره نيول شوي او یو ترهګر امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوی"، خو د وژل شوي او نیول شويو وسلوالو پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې.

پوځ په خبر کې ویلي، دوه سرتېري 31 کلن سپاهي فریدالله د کرک او بل 29 کلن سپاهي شعیب حسن د لکي مروت په جګړه کې وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې او د سختو ډزو په ترڅ کې دوی وژل شوي دي.

امنیتي سرچينو وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې دغه عمليات او نښته د شمالي وزیرستان سره په پوله د جنوبي وزيرستان د لدها تحصیل په شکتوی سیمه کې شوي دي.

د جنوبي وزيرستان انتظاميې یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل دغه علاقه د پوځ په انتظام کې ده دوی په دغه اړه څه نه شي ويلی.

دې سیمې ته د مېډیا رسد هم نه کیږي او تر اوسه د دغه پیښې ذمه داري چا نه ده منلې خو په امنيتي سرېيرو د زیاتو بريدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

تېر کال د ستمبر په میاشت کې د جنوبي وزیرستان په لدها سیمه کې په یو وسلوال برید کې اووه پاکستاني پوځیان او پینځه وسلوال وژل شوي وو.

د ناامنۍ دا تازه پیښې په داسې حال کې شوې چې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار پرون خبري غونډې ته ویلي، په 2021 کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي، په شمالي وزيرستان کې په «دوه توی» علاقه کې کامياب پوځي عمليات شوي او د افغانستان سره په ټوله پوله د پاکستان حکومتي عملداري په ځای کړی شوې ده.

د پوځ وياند ویلي، تحریک طالبان پاکستان چې غېر رياستي عناصر دي، ډز بندي ورسره په 9 دسمبر ختمه شوې ده او پرضد یې عمليات او جګړه روانه ده.

نوموړي زياته کړې، ترهګرې ډلې داعش، ټي ټي پي او نورې چې د پولې پورې غاړې پټې وې او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووتل، نو دغه ډلې فعاله شوې، بيا د افغان حکومت سره رابطه وشوه، بيا ټي ټي پي ځينې حملې وکړې خو کومه غټه حمله يې نه ده کړې او نه کامیاب شوي دي.

د پاکستان د حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو وروسته ټي ټي پي په قبايلي ضلعو او خېبرپښتونخوا کې په امنیتي سرتېرو د يو شمېر بريدونوذزمه وارۍ منلې دي.

ټي ټي پي په وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د هغه تازه بريد ذمه واري منلې چې پکې د پاکستان پوځ د خپلو څلورو پوځيانو وژل تاييد کړي وو. پوځ ویلي وو د ټي ټي پي پرضد عملياتو او نښته کې يو ترهګر سره د وسلې نيول شوی وو.

دغه پیښه د دسمبر په 30 م نېټه د شمالي وزیرستان د میرعلي په خیسور سیمه کې شوې وه.

د میرعلي په چوک سیمه کې ځايي خلکو وروسته له هغې احتجاجي پرلت پېل کړی چې دعوه کوي په 30 دسمبر د پوځ د تلاشۍ په عمل کې يوه ماشومه په ډزو وژل شوې وه او په چيک پوسټونو د سړیو تلاشۍ کيږي او ښځو ته ويل کيږي چې خبرې وکړي چې مالومه کړي ښځه ده که سړی دی.

دوی د احتحاجي پرلت پرمهال په علاقه کې د تلپاتي امن غوښتنه کوي.

بلې خواته د دسمبر په 25م نېټه د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې د پاکستان پیپلز ګوند ځايي مشر نجیب مسید په هدفي برید کې وژل کېدو وروسته مسید قبیلې د مشرانو جرګې د لارې حکومت نه د هدفي وژنو د مخنیوي او د امنیټ د ټینګښت لپاره د کوټليو ګامونو د اخیستو غوښتنه کړې ده.

حکومت وايي په قبایلي ضلعو کې د امن راستلو لپاره ژمن دي او د ترهګرۍ جرړې به ختموي.