پاکستان: په لسو ورځو کې د کرونا وايرس پېښې نزدې درې چنده سېوا شوي دي

پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د کرونا وايرس پېښې په لسو ورځو کې د یو اعشاريه اته فيصده نه درې اعشاريه 66فيصدو ته رسېدلي دي.

په ملک کې د کرونا د څار او انتظامي قومي کمېټۍ (اېن اسي او سي) نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (10جنورۍ) په خپله ټويټر پاڼه ویلي، په تيرو 24 ساعتونو کې د کرونا وايرس مالومولو 45زره معاينې/ ټېسټونه شوي او په 1649 کسانو کې وايرس مثبت مالوم شوي دي.

ويل شوي په کرونا وايرس اخته درې نور کسان مړه شوي او دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 617 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په لومړۍ جنورۍ ويلي وو په ملک کې د 51زره کسانو معاينې شوې او په 556 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي او هغه وخت شپږ کسان د کرونا څخه مړه شوي وو.

چارواکي وايي په ملک کې د کرونا وايرس اومېکرون ډول په تېزۍ سره خوريږي.

له دې وړاندې په پینځمه جنورۍ مرکزي وزیر اسد عمر چې د اېن سي او سي مشري هم کوي، ویلي وو چې به ملک کې په تيرو څو اوونيو کې د کرونا وايرس پېښې درې چنده سېوا شوي دي.

هغه ویلي وو چې په ځانګړي ډول د ملک په غټو ښارونو کراچۍ او لاهور کې د کرونا پېښې زياتې مخې راغلي او زياته کړې يې وه چې په ملک کې د کرونا په پېښو کې تر ټولو زياتې پېښې چې 60فيصده رپورټ کيږي يواځې په کراچۍ او لاهور کې مخې ته راځي.

هغه خبرداری ورکړی وو چې په راتلونکو ورځو کې په ملک کې د کرونا د اومېکرون ډول پېښې زياتېدل امکان لري.

په ملک کې چارواکي او ډاکټران ټينګار کوي چې خلک دې د کرونا وايرس ضد ويکسين ولګوي، ويکسين د ځان ژغورنې یواځينۍ لاره ده، چارواکي د کرونا څخه د احتیاطي تدابیرو لکه د ماسک اچول او د ګڼې ګوڼې څخه د ډډې کولو په خبره زور راوړي.