کابل کې د ښځو احتجاج: «زه یوه ښځه یم او خپله د ځان ساتونکې یم»

واشنګټن ـــ افغان ښځو یو وار بیا د طالبانو د حکومت له خوا په ښځو باندې د هغو نویو لګول شويو بندیزونو خلاف احتجاج کړی چې ښځې د محرم نه بغیر اوږد سفر نه شي کولای او حجاب دې کوي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو امر باالمعروف ونهی عنی المنکر وزارت د کابل په ښار کې تازه اعلانونه خپاره کړي چې میرمنو ته پکې د مخ پټولو امر شوی وو.

د نهې- سه شنبې په ورځ په کابل کې مظاهره کوونکو ښځو په لاسونو کې داسې بېنرې نیولې وې چې د طالبانو د دغو تازه پابندیو پرضد نعرې یا شعارونه پرې لیکل شوي وو او لیکل شوي وو چې «دا لا د طالبانو د حکومت اغاز دی».

مظاهره کوونکو دا بېنرې هم پورته کړې وې چې پرې لیکل شوي وو د طالبانو ظلم به ختم شي او دا چې روزګار، تعلیم او ازادي زمونږ حق دی.

رپورټونه وايي د کابل په لارو کوڅو کې لږ ساعت پس د طالبانو وسلوالو له خوا دغه ښځې مظاهره کوونکې ودرول شوې دي. د طالبانو مخکې ښځې له احتجاجونو منع کړې دي.

د طالبانو وزارت څو ورځې وړاندې کابل ښار کې په دوکانونو او رسټوارنټونو د خپل تازه امر په حقله داسې پوسټرونه لګولي چې پرې د میرمنو داسې انځورونه خپاره شوي چې برقعې او عبایا یې اغوستې دي.

د طالبانو د پوسټرو کوم تصویرونه چې ای اېف پي خپاره کړي پرې لیکل شوي چې مېرمنې "حجاب او یا شرعي پرده باید مراعات کړي، ځکه دا د شریعت حکم دی".

د طالبانو د امر بالمعروف و نهي عني المنکر د وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر د فرانس خبري اېجنسۍ ته تایید کړې چې دا پوسټرونه هغوی لګولي.

خو د وزارت ویاند ویلي که څوک دا حکم ونه مني سزا نه ورکول کیږي. ترجمان صادق عاکف مهاجر ای اېف پي ته وویل پوسټرونه په دې غرض لګول شوي چې مېرمنو ته د پردې کولو حوصله ورکړی شي خو که څوک پرې عمل نه کوي سزا به نه ورکول کېږي.

د دې تازه حکم نه وړاندې هم طالبانو تېره میاشت میرمنو ته امر کړی وو چې د محرم نه بغېر دې اوږد مزل نه کوي. ښځو په نننۍ مظاهره کې په دې اړه یوه نعره وهله چې وایي «زه یوه ښځه یم او خپله د ځان ساتونکې یم».

په سوشل مېډیا باندې هم داسې خبرونه خپاره شوي چې په کاپېسا ولایت کې طالبانو د شپې په وخت په کورونو چاپې وهلې او ځینې ښځې يې د ځان سره بوتلې دي. طالبانو تر اوسه پورې دې ته څه جواب نه دی ویلی.

بل خوا طلوع نیوز په خپل رپورټ کې وايي افغان ښځو او فعالینو د احتجاج د یوه جدا طریقې په لړ کې د کابل ښار د لارو کوڅو په دېوالونو باندې خپلې غوښتنې لیکل شروع کړي دي.

د رپورټ ترمخه په دغو غوښتنو کې د جینکو دپاره د تعلیم حق، د ښځو دپاره د روزګار او د خپلې خوښې د پوښاک یا د جامو اغوستو حق نه علاوه په سماجي او سیاسي برخو کې د ښځو دپاره د شمولیت حق هم شامل دی.

طلوع نیوز وايي دغو غوښتنې لیکونکو ښځو ورته ویلي په دېوالونو د لیکلو دا طریقه يې پس د هغې خپله کړه چې د ورځې په رڼا کې د احتجاجونو په وخت د «اسلامي امارت» د وسلوالو د تشدد او دهړکو سره مخ شوې دي.

د طلوع نیوز د خبر ترمخه د طالبانو نایب ویاند انعام الله سمنګاني په جواب کې وايي، دوی د ښځو دپاره د تعلیم او روزګار موقعې برابرولو دپاره په یوه مېکانزم کار کوي او دا چې اسلامي امارات د ښځو د حقونو په لار کې هیڅ خنډونه نه دي جوړ کړي.

د افغان طالبانو په سخت دریځه شریعت کې زیات زور د سړو په ظاهري څېره او د ښځو په ستر دی. په افغانستان کې د سوشل مېډيا وېډیوګانې او د طالبانو اعلانونه ښیي چې سړیو ته د ږيرو پرېښودو لپاره ویل کېږي. په ځینو وېډیوګانو کې ښودل کېږي چې طالبان د تنکيو ځوانانو سپکاوی کوي او د هغوی د سر وېښته په زور په قېنچۍ پرې کول کېږي.

خو تر دې زياته سختي د ښځو سره کېږي. د اګست د میاشتې نه تر اوسه د ښځو د تعلیم موضوع حل نه ده، د کار ځایونو ته مېرمنې نه پرېښودل کېږي، په سیاسي چارو کې د ښځو ونډه په نظر نه ښکاري، د جامو پېزار په اړه د طالبانو د حکم تابع جوړول کېږي او د اینده په اړه يې د طالبانو خاموشي او یا د طالب مشرانو بېلا بېل نظرونه لا د ښځو مسله کړکېچنه کوي.

دا نه لومړی او نه هم کېدای شي اخیري ځل وي چې په افغانستان کې د طالبانو د سخت دریځه مذهبي بندیزونو پر ضد افغان مېرمنې احتجاجونه کوي. تېر کال د اګست د میاشتې نه تر اوسه پورې افغان مېرمنې د کابل په ګډون د هېواد په ځینو نورو برخو کې د ښځو د حقونو لپاره په سړکونو را وتلې دي، بهرنۍ نړۍ ته یې د هغوی د غږ اورېدو لپاره اپیل کړی او په هېواد کې دننه او بهر یې د ښځو سره د طالبانو د چلند پر ضد اواز پورته کړی.

د افغانستان د بیا ودانۍ دپاره د امریکې څارونکې اداره خصوصي انسپکټر جنرل سیګار او په نړۍ کې په انساني حقونو نظر ساتونکې ادارې هیومن رایټس واچ هم د طالبانو له خوا په افغان ښځو په دغو نويو بندېزونو فکرمندي ښودلې ده.