پښتونخوا کې سیوا شوې بې روزګارۍ پېغلې اؤ‌ زلمي پریشانه کړې دي

د پاکستان د نورو برخو په څېر په خیبر پښتونخوا کې په ګڼ شمیر ځوانان اؤ پېغلې بې روزګاره دي او وایي د روزګارونو د نشتوالي له امله په ولږو تیرولو مجبوره دي.

دبې روزګارۍ له امله د ستونزو سره مخ دخیبر پښتونخوا پیغلې اؤ ځوانان دحکمت څخه غوښتنه لري چې باید حکومت په صوبه کې کارخانې فعاله کړي ترڅو بې روزګاره خلک پکې په روزګار ولګي.

د کال ۲۰۲۱م د سرکاری شمیرو مطابق په پاکستان کې د بې روزګاري کچه د 6.5 نه زیاته ده خو د پاکستان د اقتصادی پر مختيا اداره وایې د ا شرحه 16 فیصدي ته رسیدلې ده.

جمیل خان د مردان ښار اوسیدونکی دی او وایي نن یې نهمه ورځ ده چې دیاړي ورته په لاس نه ده ورغلې .

هغه وایي ورځې ورته په کار 500 روپۍ دیاړي ورکول کیږي خو ضرورتونه یې ورباندی نه پوره کیږي

"چې کور ته لاړ شو نو هم راته پیغورونه راکول کیږي، یوه ورځ چې راته کار میلاؤ شي نو بیا درې ورځې بې روزګاره ګرځو "

د پاکستان حکومت د کال 2020-21 په اقتصادي سروی کې ویلي چې د کرونا وبا له امله په ملک کې د بې روزګارۍ شرحه 65 فیصدي ته رسیدلې ده.

خو دپاکستان د اقتصادي پرمختیا اداره وایي په کال 2021م کې د بې روزګارۍ شرحه 24فیصدي ته لوړه شوې او ملک کې د ښځو د بې روزګارۍ شرحه 40فیصدي ده .

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د مرکزی حکومت له خوا د ځوانانو د پاره د خود روزګاره سکيم اعلان هم شوی چې ځوانان دې په اسانو شرطونو دبینک په قرضو ځانله کاروبارونه شروع کړي.

راشد خان هم دولسم ټولګي پورې سبق ویلی اؤ دا ځوان په مردان کې ژوند کوي، وایي په امروزه حساب د کار دپاره بازار ته اوځي خو کار نه مومي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وایي وړاندی به یې د ځایې دوکاندار نه قرض د کور سودا اخسته خو اوس ورته د زیاتو پورونو له وجې دوکاندار هم جواب ورکړی دی.

دی وایي "حکومتونه بدل شي او په هر نوي حکومت کې په دې امید یو چې څوک به راسره ښېګړه وکړي چې نوی حکومت راشي نو هغه زمونږ په امیدونو اوبه واړوي"

ریاض خان هم دیوې اوږدې مودې راهسې مزدوري کوي او وایې یو اړخ ته کار نه مومي او بل اړخ ته د ګرانی له امله هم مشکلاتو سره مخ دی.

دهغه په وینا "زمونږ اکثره خلک د پاکستان غټو ښارونو کراچی ،لاهور او فیصل اباد ته په دې وجه د مزدورۍ دپاره ځي چې هلته کارخانې دي خو د بده مرغه په خیبرپښتونخوا کې هغه تیارې کارخانې هم بندې شوې نو که حکومت دې ته پام وکړي نو روزګارونه به پیدا شي"

د خیبر پښتونخوا حکومت په دې وروستیو کې اعلان کړی دی چې د صوبی په لرې پرتو ښارونو کې به صنعتي مرکزونه جوړ کړي او د خیبر پښتونخوا دسرمایه کارۍ بورډ هم ګامونه اخلي چې د بهر هیوادونو پاکستاني اوسیدونکي په صوبه کې سرمایه کارۍ ته وهڅوي ترڅو ددې ځائ خلکو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي.