د بلوچستان په پنجګور سیمه کې د بلوڅ ملتپال اکبر بګټي مجسمه ورکه شوې

عکس د اکبر بګټي د مجسمې تر ورکېدو مخکې اخیستل شوی

کوټه ـــ د بلوچستان په پنجګور ضلع کې د ایران سره په پوله د ایرپورټ روډ نه د نامتو بلوڅ ملتپال سیاستوال اکبر خان بګټي مجسمه ورکه شوې ده. پولیس وایي مجسمه وروستیو بارانونو نړولې خو د بګټي ګوند دا خبره نه مني.

د پنجګور سیمې تار دفتر ته څېرمه د فایبر ګلاس مجسمه 14 کاله وړاندې جوړه شوې وه، چې د نواب اکبر خان بګټي انځور یې په یوه اوښ باندې ناست انځور کړی وو، خو اوس اوښ شته او د نواب اکبر بګټي مجسمه نه شته.

په کوټه کې د اکبر بګټي د جمهوري وطن ګوند مرستیال مشر نورالله وطندوست ددغې پېښې غنده وکړه، دده په خبره چې نواب اکبر بګټی په داسې کارونو د خلکو له زړونو څخه نه شي ایستلای:

"یو خو دا د هغو قوتو په دې کې لاس کېدای شي چا چې شهیدِ وطن نواب محمد اکبر خان بګټي شهید کړ ".

د جمهوري وطن ګوند د مرستیال مشر د دې تور په اړه چارواکو تر اوسه څه نه دي‌ ویلي.

د پنجګور ښار د پولیسو ضلعي مشر امیر جان وایي، مجسمه د وروستیو بارانونو په ترڅ کې غورځېدلې او وروسته ورکه شوې ده. امیر جان وایي دا پېښه یوه اوونۍ مخکې شوې ده:

"موږ ته یواځې د مجسمې د ورکېدو خبر راکړل شوی، خو تر اوسه په دې اړه چا د مقدمې درج کولو اطلاع نه ده راکړې، که څوک غوښتنه وکړي نو مقدمه به ثبت شي. "

نواب اکبر خان سیاستوال او د بګټي قبیلې مشر وو. هغه د بلوچستان د ګورنر او وزیر اعلی پر څوکیو هم کار کړی دی. اکبر بګټي په 2006م کال کې د پخواني ولسمشر پروېز مشرف په واکمنۍ کې د کوهلو د تراتاني په غرونو کې په پوځ عملیاتو کې ووژل شو.

په پنجګور کې چې د نواب اکبر بګټي مجسمه پکې نصب شوې وه، هلته د خپلواکي غوښتونکو بلوڅانو وسلوالې ډلې فعالې دي.

نورالله وطندوست وايي د نواب اکبر بګټي لمسی شاه زین بګټی - چې اوس د دوی د ګوند مشري کوي- د بلوچستان په مسایلو کې د وزیر اعظم عمران خان سلاکار دی. وایي شاه زین بګټی هڅه کوي چې جلاوطنه بلوڅ مشران پخلا کړي:

"نوابزاده شاه زین بګټي بیا لګیا دی چې په بلوچستان کې امن راشي، هغه ناراضه بلوڅان چې له پاکستانه دباندې دي، دی لګیا دی چې دا روغه وکړي او بیرته یې راولي، دا [مجسمه نړول] هغه ته هم یو پیغام دی چې دا کوم کار ته کوې دا مه کوه".

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې یوې مجسمې ته زیان رسېدلی دی. تر دې وړاندې د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د پاکستان د بنسټ ښوونکي محمد علي جناح مجسمه هم نامعلومو کسانو په بم الوځولې وه.

له هغه وروسته اوس په ګواد کې پر هماغه ځای د محمد علی جناح او علامه محمد اقبال له انځورونو سره یو پلیټ فارم جوړ کړی شوی او پر هغه د قرآن کریم آیتونه نقش شوي دي.

دغه راز د تېر 2020م کال په اکتوبر میاشت کې د بلوچستان په پښتني سیمه دوکۍ کې هم یو تن د نومیالي پښتون ملتپال سیاستوال عبدالغفار خان «باچا خان» څلي ته اور اچولی وو.