خېبر پښتونخوا کې تر ۳۲ لکو زیات ماشومان له سکولونو بهر دي

څیړونکي وایي دا مهال پاکستان کې ۲۳ میلیونه د پنځوؤ نه تر شپاړسو کالو عمر لرونکي ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

د تعلیمي څانګې یو څیړونکی عمر اورکزی وایس اف امریکا ډیوه ته وایي پښتونخوا کې د سکول نه د بهر ماشومانو شمیره ۳۲ لکو نه سیوا ده اؤ دې کې د صوبې د وروستو پاتې او نوؤ ضم شوؤ قبایلي ضلعو ماشومان زیات دي.

ښاغلی عمر وایي ددې بیلا بیل علتونه دي چې پکې د سکولونو کموت لویه وجه ده.

دهغه په وینا ۱۵ فیصده ماشوم ځکه سکولونو ته نه ځي چې ددوي نه سکول په زیاته فاصله کې وي.

"مونږ ګورو چې اکثرو ځایونو کې مونږ سره پرایمري سکول وي خو مډل یا هایي سکول بیا نه وي"

د یوې نظر پوښتنې تر مخه ۷۸ فیصده قبایلي جینکۍ د پرایمري زده کړو نه وروسته تعلیم ځکه پریږدي چې دغلته مډ اؤ هایي سکول نه وي.

عمر اورکزی زیاتوي د تعلیمي څانګې یوه ستونزه دا هم ده چې کره، نوي معلومات او شمیرې نه لري نو ځکه سمه منصوبه بندي هم نه شي کولی.

هغه وایي د سرکاري سکولونو تعلیمي معیار او د استازانو کموت یوه بله ستونزه ده.


په دې هکله د آل ټیچرز ایسوسي ایشن صوبایي صدر عزیز الله خان وایي یو تن چې پرایمري استاز مقرر شي نو د مراعاتو د نیشتوالي له امله هغه دا ملازمت عارضي ګڼي. چې بل ځایې کې ورته موقعه تر لاسه کیږي نو دلته ملازمت پریږدي.

"مونږ سره نوي سل ماشومان یو کلاس کې وي. ددې ټولو حاضري اخستل یا د روزانه کار کتل هم اسان کار نه دی. مونږ ته چې څومره د استازانو ضرورت دی. هاغه هومره نیشته. یعني په پرایمري سکول کې شږ کلاسونه وي. دې د پاره هر پرایمري سکول کې کم نه کم شپږ استازان پکار دي. دلته مونږ سره داسې سکولونه شته چې پکې صرف دوه استازان وي"

عزیز الله خان وایي د تعلیمي کال نیمایي کې د استاز ملازمت پریښودل یا نوی استاز مقرریدل د ماشوم په زده کړو منفي اغیزې کوي.

بل پلو ته د پښتونخوا د ایلیمنټري اینډ سیکنډري ایجوکیشن ډایریکټر ډاکټر حافظ محمد ابراهیم مني چې سکولونو نه بهر ماشومان شته خو وایي تیرو دوو کلونو کې ددې لویې علت دکرونا رنځ ؤ.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي تیر کال سکولونو کې د ماشومانو د داخلولو هدف اته لکه ایښودل شوی ؤ خو مونږ نهه نیمو لکو نه زیات داخل کړل.

"حکومت جینکو زده کونکو ته وظیفه ورکوي ددې د پاره چې جینکۍ سکولونو ته راشي. د ویړیا کتابونو لړۍ مخکې نه روانه ده. دا ځل مونږ د شپږو اربو روپو فرنیچر ددې لپاره ورکړو چې ماشومان د یخې زمکې نه راپورته شي او سکولونو ته راشي. مخکې اراده لرو چې هر سکول کې د هر کلاس لپاره کوټه جوړه کړو"


دا په داسې مهال ده چې د۲۰۱۸م نه تر ۲۰۲۱م پورې خیبر پښتونخوا صوبې د تعلیم څانګه کې ۶۳۲ اربه روپۍ مصرف کړې دي.

خو نادولتي اداره همقدم وایي پښتونخوا کې ۱۶۶۳ سکولونه غیر فعاله دي.

د کال ۲۰۰۵م زلزلې، د۲۰۱۰م سیلاب او بیا ترهګرۍ کې چې کوم سکولونه تباه شوي وو هغې کې اوس هم زیاتره ړنګ پراته دي.