افغان فعالان: طالبانو د احتجاج کوونکو ښځو په کورونو چاپه وهلې او بېولي یې دي

Kabul Women Protest

د طالبانو د واک لاندې افغانستان کې یو شمېر فعالان وایي چې طالبانو د جنوري په ۱۹مه، په کابل کې د هغو دوو افغان ښځینه فعالانو په کورونو چاپې وهلي او له ځانه سره یې بیولي چا چې په وروستیو احتجاجونو کې برخه اخیستې وه.

شفيع کریمي چې یو ازاد خبریال دی، وي او اې ډیوه ته وویل چې د شپې ناوخته د کابل په پروان-۲ سیمې کې د بشري حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني او د هغې دوې خویندې طالبانو نیولي او له کوره یې بیولي.

شفيع کریمي وویل: «د تمنا پلار نن (زیارت/پنجشنبې) ټوله ورځ د طالبانو په دفترونو ګرځېدلی خو د خپلو لوڼو په اړه یې هیڅ معلومات نه دي‌ تر لاسه کړي.»

په سوشل مېډیا باندې د تمنا زریاب پرواني یوه وېډیو هم خوره شوه چې هغه پکې پرېشانه ښکاري او دعوه کوي چې طالبان یې د کور د دروازې شاته راغلي دي. تمنا په دې ويډیو کې نارې وهي چې ورسره دې مرسته وشي.

همدا راز ویل شوي دي چې د پروانه ابراهیم خېل په نامه یوه بله فعاله هم د شورو/چهارشنبې په مازیګر طالبانو نیولې او تر اوسه یې هیڅ درک نه دی شوی.

مګر طالبانو د دې جینکو د ګرفتارۍ خبرونه دروغ بللي او د طالبانو یو استازي سهیل شاهین بي بي سي رسنۍ سره خبرو کې ویلي چې دا ښځې/جینکۍ ګني بهرملکونو کې د پناه اخیستو دپاره داسې خبرونه خپروي.

د طالبانو د استخباراتو ادارې هم، بغیر د دې چې د دغو جینکو د نیول کېدو قضیې ته نېغ په نېغه اشاره وکړي، په ټویټر پاڼه یو بیان جاري کړی او داسې کسان یې «د دیني او ملي ارزښتونو» په سپکاوي تورن کړي دي.

خو یوې افغانې سیاستمدارې او د بشري حقونو فعالې شکریه بارکزۍ د طالبانو د دې خبرو په غبرګون کې ډيوې ته ویل: «دا د طالبانو لخوا د خلکو او ښځو وېرولو نوی تخنیک دی. دا ډیر غېرمسولانه چلند دی ځکه کله چې د رسنیو سره طالب چارواکي غږیږي ‌نو وايي دغه مېرمنې دروغ وايي او بهر هېوادونو کې د پناه اخیستو لپاره داسې ویډیوګانې جوړوي. دوی‌ دا حقیقت ردوي، خو مونږ په خپلو سترګو ولید چې د احتجاج کوونکو سره څومره تشدد وشو او ښځې یې په سړکونو په ډزو وویشتې.»

کابل کې د احتجاج کوونکو ښځو/جینکو یوې ملګرې او فعالې د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته وویل چې طالبان به نورې چاپې هم ووهي. هغې زیاته کړه: «مونږ په خپلو کورونو کې خوندي‌ احساس نه کوو، له یو ځایه بل ځای ته ځو او خپل د ټیلیفون شمېرې بدلوو رابدلوو. طالبانو چې زمونږ کومې ملګرې نیولي د هغوی‌ د ټیلیفونونو له لارې یې زمونږ ډیرو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړی.»

غبرګونونه

د بشري حقونو د څار ادارې (هیومن رایټس واچ) احتجاج کوونکو سره د طالبانو رویه غندلې ده. د بشري حقونو د څار ادارې د ښځو د حقونو د څانګې مرستیالې مشرې وي او اې ډیوه ته وویل: «د طالبانو له لورې د احتجاج کوونکو ښځو ګرفتارۍ یو ډير خطرناک ګام دی، او په ځانګړي‌ ډول د جنورۍ د ۱۶مې نیټې د احتجاجونو وروسته چیرې چې د مظاهره چیانو په وړاندې طالبانو سخت تشدد وکړ. د طالبانو لخوا د مظاهرو مخنیوي په خاطر دا یو ډیر خطرناک ګام دی او نړیواله ټولنه باید په جدي‌ ډول د دغو احتجاج کوونکو دفاع وکړي.»

د احتجاج کوونکو ښځو/جینکو د "ګرفتارۍ" د خبر خپرېدو وروسته، یو شمېر سیاسي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو سخت غبرګون څرګند کړی دی.

د پاکستان پخواني سنېټر او د بشري‌ حقونو فعال افراسیاب خټک په ټویټر لیکلي: «د طالبانو لخوا په کابل کې د سوله ییزو لاریون کوونکو دوو افغانو مېرمنو تمنا او پروانې برمته کول، په هغه هېواد کې چې اساسي قانون او ریاستي نظام نه وي، د بې قانونه ملېشو وحشت ښيي، افغانان لېوانو ته پریښودل شوي. د ملګرو ملتونو او نړیوالو چوپتیا خلک کاڼه کوي.»

د بشري حقونو بلې فعالې پلوشه پوپل په خپل یو ټویټ کې پر نړیوالې ټولنې سختې نیوکې کړي او لیکي: «دا زما لپاره خورا وحشتناکه او کرغېړن دی چې وګورم یوه ښځه د خپل درد د څرګندولو لپاره ځورول کیږي! نړۍ څنګه کولی شي دا هر څه په خاموشۍ سره وګوري چې زموږ میرمنې د طالبانو د رژیم لاندې له مرګ څخه بدتر ژوند کوي؟!»

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ مرستیالې ویاندې او د ښځو، مدني او د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشرې فوزیې کوفي په یوه ټویټ کې د فعالانو نیول کېدل غندلي: «له پرون راهیسې په کابل کې د دغو دوو ښځینه احتجاج کوونکو د ګرفتارۍ وضعیت تعقیبوم، نو ډیرې ښځینه فعالانې تر سختې وېرې او وحشت لاندې ژوند کوي. د افغانستان ښځې د خوندیتوب او له هر هغه حق څخه بې برخې دي چې په قوانینو کې ورته ورکړل شوي دي. دا حالت باید ختم شي.»

د نارینه و احتجاج کوونکو ګرفتاري

تر دې وړاندې د جنورۍ په ۱۸مه، طالبانو د عظيم عظيمي، احمد شاه، عبدالکريم بلال او حيات الله رووفي په نوم افغان فعالان په دې خاطر ونيول چې کابل ته يې د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار معيد يوسف د سفر پر ضد لاريون جوړاوه.

د عنایت الله قاضي زاده په نامه یوه فعال امریکا غږ ډیوې سره په تلیفوني مرکه کې وویل چې ملګري یې لا هم د طالبانو په بند کې دي او هیچا ته یې ورسره د خبرو اجازه نه ده ورکړې.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانو وخت په وخت د خپلو حقونو لکه د زده کړې او کار کولو لپاره یو لړ لاریونونه کړي دي.

په داسې حال کې چې طالبان د ښځینه فعالانو ځورونې ته دوام ورکړی، له دې یوه ورځ وړاندې د جنورۍ په ۱۹مه، د طالبانو سرپرست موقتي وزیراعظم ملا محمد حسن اخند په یوه کنفرانس کې ادعا وکړه چې دوی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو ټول شرطونه پوره کړي دي.

افغان ښځو او د بشري حقونو فعالانو د هغه دا دعوه رد کړه. د وردګو ولایت د میدان ښار پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري امریکا غږ ډیوې ته وویل: «طالبانو په خپلې واکمنۍ کې د ښځو ټول هغه اساسي حقونه چې د زده کړې، کار، سوداګرۍ، سفر او د بیان ازادۍ په برخه کې یې درلودل له منځه وړي دي.»

د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار ادارې او د بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپورونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې په پرله پسې ډول په ګوته کړي دي.