دپاکستان مرکزي بینک دې په افغان پوله سوداګرو ته اسانۍ برابر کړي،دګمرګي چارواکو غوښتنه

د پاکستان اؤ افغانستان د ګمرک یا کسټم چارواکو د پاکستان مرکزی بنک نه غوښتنه کړې چې د دواړو ګاونډي هیوادونو تر منځ دوه اړخیزه تجارت له د ودې ورکولو په غرض بايد مرکزی بنک د افغانستان سره دتجارت په اړه خپله هاغه نوې اعلان شوې تګ لاره کښې نرمي راولي چې له مخې یې افغانستان سره تجارت په امریکایي ډالرو کښی کول ضروری ګرځول شوی ؤ.

د دواړه هیوادونو تاجران غواړي چې دوئ له دې په عارضی توګه په پاکستانی روپو کښې د تجارت کولو اجازت ورکړی شي ځکه چې د هغوئ په وینا دا مهال افغانستان کښې د بنکونو نظام قریبا ً د کار کولو جوګه نه دی اؤ ورسره د طالبانو بیا په واک کښې له راتلو وروسته افغانستان د نړیوالا اقتصادی بندیزونو سره مخ دی.

په تورخم کښی د پاکستانی کسټم اؤامنیتی چارواکو اؤ د هغوئ دافغان هم منصبانو تر منځ شوې غونډه کښې د دواړو هیوادونو چارواکي په دې رضا شوي چې کاروبار له د ودې ورکولو په غرض بايد د تاجرانو اؤ ټرانسپورټرانو د پاره د پولې دواړه غاړو ته اسانتیاوې برابر کړل شي.

چارواکو ویلي دپاکستان مرکزی بنک دې په عارضی توګه لږ تر لږه د شپاړسو تجارتی توکو تجارت په پاکستاني روپو کښی کولو عارضی اجازت ورکړی چه دغسې ځائي تاجران د مالی تاوانونو بچ شی.

د خیبر چیمبر اف کامرس یو مشر غړی حاجی جابر شینواری ډیوه ته وایي احتمال شته چې د راتلونکي ګل یا دوشنبې په ورځ د پاکستان مرکزي حکومت له اړخه په دې اړه څه اعلان مخې ته راشي خو ورسره هغه اندیښمن دی چې چونکې اوس د یوې نوې قانون سازۍ له مخې د پاکستان مرکزي بنک ته نور اختیار ورکړی شوی نو کیدای شي چې بنک په خپله نوې پالیسۍ کښې څه نرمۍ راوستو ته غاړه کښیږدي.

په تورخم کښی دشوې غونډې په اړه هم دغلته د کسټم یوه چارواکی امانت خان ډیوه ته وویل چې د داړو هیوادونو چارواکو د افغانستان له لوري راتلونکو تجارتي ګاډو دامنیتی تلاشي, د افغانستان له اړخه د نشئي توکو پاکستان ته په غیر قانونی توګه د راوړلو اؤ د افغان ټانسپورټرانو د پاره بغیر د ویزې د راتلو په موضوعاتو تفصیلی بحث وکړو.

افغان ټرانسپورټران تور لګوي چې د امنیتی تلاشۍ په نوم نه یوازې هغوئ بې ځایه ځورولی شی بلکې داسې کولو سره د پولې دواړه غاړو ته ګڼ شمیر ګاډي هم راجمع شژ چه له امله یې دکسټم د کلیرنګ یا ګمرک ورکولو کار هم متاثره شي.

پاکستانې دکسټم چارواکي البته وایي چې افغان ټرانسپورټرانو ته هیڅ داسې کومه ستونزه نشته اؤ د هغوئ د ګاډو تلاشي په کم نه کم وخت کښې کولی شی.

هغه زیاته کړه چې پاکستان لیواله دی چې نه یوازې خپلو بلکې افغان تاجرانو اؤ ټرانسپورټرانو له هم هغه ټولې اسانتیاوې ورکړي چې د دواړو هیوادونو تر منځه د تجارت کچه پرې نوره لوړیدای شي