لاهور:عدالت دمذهب دسپکاوي په تور دبندي ذهني ناروغه تن دخوشې کولو امر کړی

دلاهور ځايي عدالت دمذهب د سپکاوي په تور نیول شوی يو ذهني معذوره تن عاصم اسلم د لس کلن بند نه وروسته بېګناه ګرځولى او د هغه د خوشي کولو حکم یې کړی دی.

د بشري حقونو فعالين وايي له بده مرغه کومو ذهني ناروغانو ته چې د علاج ضرورت دى هغوي پاکستان کې د مذهب د سپکاوي دبيځايه تورونو په اساس جیلونو کى بنديوان دي.

لاهور هايکورټ دمذهب د سپکاوي په تور د عمر قيد سزا سره دمخ شوي عاصم اسلم نومې تن په خواست د هغه سزا ځنډولې وه او لاهور سيشن عدالت ته ېې دقضيې دبيا اوريدنې امر هم کړى ؤ.

ځايي عدالت عاصم اسلم بیګناه ګرځولى او دهغه د خوشي کولو امر یې کړی دی.

لاهور پوليس کال ٢٠١١ کې عاصم اسلم دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس نيولى ؤ خو د هغه په ضد مدعي يا شکايت کوونکي د هغه ورور هم منلې وه چى عاصم اسلم ذهني ناروغه دى .

د خپل عمر قيد دسزا په ضد هايکورټ ته ورکړي خواست کې هم عاصم اسلم د خپلې ذهني ناروغتيا معامله راپورته کړې وه.

له دې وړاندې هم دپاکستان اعلا عدالتونو داسې يوشمير ملزمان د شواهدو دنيشتوالي په اساس خوشې کړي چاته چې لاندې عدالتونو دمذهب سپکاوي دقانون لاندې سختې سزا ګانې اورولې وې.

د پاکستان په کچه د بشري حقونو دتنظيم HRCP د عمومي کونسل غړى او قانون پوها نديم انتهوني وايي بد مرغي دا هم ده چې پاکستان کې په لويه ذهني ناروغان د مذهب دسپکاوي په تور بنديوان دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل کال ٢٠١٣ کې یې د پنجاب ٣٦ جيلونو کې د١٠٩ داسې ذهني ناروغانو قيديانو سره ملاقاتونه کړي وؤ چې هغوئ د زیاتې ذهني ناروغیو له امله نه خو د خپل جرم نه خبر وؤ او نه یې خپله دفاع کولى شوه.

نوموړي زياته کړه که څه هم پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د دروغو دالزام لګولو په سر سزا ټاکل شوې ده خو د نديم انتهوني په خبره په دې عمل نه کيږي.

څو ورځې وړاندې هم د پنجاب صوبې بهاولپور جيل کې دمذهب دسپکاوي په تور ګرفتار د احمدي اقليت سره تړاو لرونکى يو اويا کلن تن د خپل ضمانت دخواست اوريدنى په هیله د زندان دننه مړ شوی ؤ.

د شميرو ترمخه کال ٢٠٢٠م کې پاکستان کې د ٢٠٠ تنانو په ضد دمذهب دسپکاوي دقانون لاندې قانوني ګامونه اخستل شوي دي چى پکي ٧٠ فيصدي شعيه مسلمانان اؤ شل فيصدي د احمدي اقليت سره تړاؤ لرونکي شامل دي.

د بشري حقونو تنظيمونه دغه قانون امتيازي بولي او دشخصي ګټو لپاره ددې قانون نه دناوړه استفادې پسر انديښنې لري ، دوي د پاکستان د حکومت څخه دې قانون کې د بدلون يا بيا کتنې غوښتنى کوي خو پاکستان دياد قانون دفاع کوي او دا غوښتنى ردوي.

تير کال د پورپي هيوادونو تنظيم EU پاکستان کې دلږکیو په ضد دمذهب دسپکاوي دقانون څخه دناوړه استفادې له امله پاکستان لپاره تجارتي مراعاتو ته دبیا کتنې قرارداد مخې ته راوړی ؤ چې هغې ته خپل غبرګون کې دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ويلي وؤ پاکستان به خپلو کورنيو چارو کى بهرنۍ مداخله نه زغمي