مردان:په ماشومه جنسي تیري اؤ دهغې وژنه کې ککړ مجرم ته د60کلن بند سزا اورؤل شوې 

دخیبر پښتونخوا مردان ضلعه کې دماشومانو خصوصي عدالت په څلور کلنه ماشومه دجنسي تیري او د هغې د وژلو په جرم ثابیتیدو مجرم ته د ماشومانو دتحفظ دقانون په اساس په مجموعي توګه د 60 کالو نه زیاته دبند سزا اورولې ده.

مجرم چې پخپله هم ماشوم دی څلور کاله وړاندی یوې ماشومې سره جنسي زیاتی کړی ؤ او بیا یې وژلی وه .

د عدالت په فیصله کی ویل شوي قضیه کې تورن تن خپل جرم منلی دی او په پلټنو کی دغه جرم ثابت شوی هم دی .

د ماشومې وکیل وایي مجرم په دی وجه د تیزندۍ د سزا نه بچ شوی چې هغه پخپله هم یو ماشوم دی خو بیا هم د سزا وروسته د ماشومې پلار وایي د مخالفینو له خوا ورته ګواښونه کیږی.

د ماشومانو د حقونو فعالان وایي سزا په خپل ځائ خو باید چې دداسې رقم پېښو په مخ نیوي زیات کار وشي.

مردان ښار کې د ماشومانو دځانګړي عدالت دجج جسټس اعجاز وهاب په عدالت کښې په مجرم د جرم ثابیتیدو وروسته د وژل شوې ماشومې وکیل عدنان علی ایډوکیټ وی او ای ډیوه ته ویلي دپاکستان پینل کوډز د 302, 363, 364ای،376 دفعو او دخیبر پښتونخواه د ماشومانو د تحفظ او خیر ښېګړې دقانون لاندې عدالت مجرم ته بیلابیلې سزاګاني اورولي چې په مجموعي توګه 63کاله بند جوړیږي.

عدالت مجرم ته دیو لک 40زره روپو دجرمانې سزا هم اورولې ده.

عدنان علی بیا وایې د قانون مطابق ددې جرم سزا پهانسي ده خو د مجرم عمر 15کاله دی ځکه عدالت هغه ته د تیزندی سزا نه ده ورکړې.

د رپورټونو له مخې په کال 2018م کې د جنورۍ په 14نیټه نزدې خپلوان په څلور کلنې ماشومې جنسي تیری کړی ؤ او بیا یې وه .

هغه وخت سترې محکمې ددې پېښې نوټس اخستی ؤ اؤ د مردان پولیسو د ډی این ای معاينې نه وروسته ملزم نیولی ؤ.

شپږ میاشتې د مقدمې د اوریدنې وروسته د مردان ضلعې د ترهګرۍ ضد عدالت تورن تن ته په جولایي کال 2018م کې دعمري بند قید سزا اورولې وه خو دا سزا په پیښور هایکورټ کی چیلنج شوې وه.

هایکورټ د ملزم په ضد دترهګرۍ دفعې ختمې کړې وې او دا مقدمه یې د مردان ضلعې د ماشومانو خصوصی عدالت ته واستوله او عدالت تیره ورځ په 25جنورۍ کال 2022 مجرم ته د ماشومانو د تحفط د قانون لاندې دغه سزاګاني اورولې دي.

د ماشومانو د حقونو کارکونکی عمران ټکر وایي ککړ ملزم خپل جرم منلی ؤ او د قانون مطابق ورته سزا اورول شوې ده .

خو هغه وایي په خیبر پښتونخوا کې د ماشومانو دپاره کوم دبحالۍ یا خصمانې مرکز نشته نو دا ماشوم به دغه قید دنورو قیدیانو سره په زندان کې تیروي.

عمران ټکر وایي عدالتونه سزا ګاني ورکوي او دا سزا هم کمه نه ده خو بیا هم د جنسی تیریو پېښې مخې ته راځي او ددې سزاګانو په ټولنه اثرات کم دي نو باید چې مونږ ددې په مخ نیوي کار وکړو.

بل لور ته د وژل شوی ماشومې پلار وی او ای ډیوه ته ویلی د فیصلې وروسته ورته ګوښوانه کېږي او حکومت باید هغوئ ته تحفط ورکړي.

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي په کال 2020م کی په ټوله صوبه کې جنسی تیري پېښې زیاتې شوي او په مجموعي توګه 268 ماشومانو سره جنسي زیاتی شوی دی.

غيردولتي اداره ساحل په خپل کلیز رپورټ کې وایي په پاکستان کې په د ورځې په حساب د 10نه په زیاتو ماشومانو جنسي تیری کیږي او په کال 2020 کې 2960 ماشومان د جنسي تیریو ښکار شوي چې پکښې 51%جینکۍ او 49%هلکان شامل دي.

اداره وایي د کال 2019په پرتله په کال2020م کې په دې پېښو کې 4 فیصدي اضافه شوې ده.