د جلاوطنه پاکستاني بلاګر د وژلو کوښښ کوونکی برتانوي وګړی مجرم ثابت شو

واشنګټن ــــ د پاکستاني فعال او بلاګر وقاص ګورایه د وژلو په کوښښ کې نیول شوی برتانوي وګړی ګوهېر خان د لندن په یو عدالت کې د منصفانو ډلې (جیوري) قصور وار او مجرم ګرځولی او ټاکل شوې چې په مارچ میاشت کې هغه ته سزا واوروي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې یا آر ایس ایف د دې پرېکړې هرکلی کړی او وایي‌ دا به خبریالانو ته د هغو نړیوالو ګواښونو د حساب لپاره یوه مهمه پرېکړه ثابته شي چې تل یې خلاصون په برخه شوی.

په کراون پراسېکویشن عدالت کې ددې قضیې په آنلاین بڼه څارونکي یو فعال وي او ای ډیوه ته وویل، له تېرو څو اوونیو راهسې د روانې قضیې په پای کې جیوري عدالت ته ویلي چې ګوهېر خان د وقاص ګورایه د وژلو کوښښ کړی ؤ خو ناکامه شو البته جیوري هغه ددې جرم په کوښښ کولو مجرم ګرځوي. دغه شان خبرونه له لندنه خپرېدونکو نورو رسنیو هم خپاره کړي دي.

په پاکستاني نژاد برتانوي ګوهېر خان تور ؤ چې هغه د پاکستاني تن وقاص ګورایه د وژلو لپاره پېسې اخستې وې.

د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه په عدالت کې جیوري ته ثبوتونه ښودل شوي چې د پاکستان یو منځګړي تن (میډل مېن) چې د ميډز فرضي نوم یې کارولو او خپل نوم یۍ مزمل دی د ګوهېر خان سره د وقاص ګورایه د وژلو لپاره رابطه کړې وه.

دا خبره لا په سکوټه توګه رڼه شوې نه ده چې مزمل د ګوهېرخان په لاس ګورایه وژل ولې غواړي خو په رسنیو کې اټکلونه کېږي چې ګورایه د پاکستان د پوځ سخت نقاد دی او په بهرنیو هیوادونو کې د غلیم په لمسه د پاکستان د ادارو د بدنامولو کوښښونه کوي.

له پاکستانه د ګورایه د وژلو د سازش په اړه تر اوسه نه خو په لندن کې د پاکستان مشن او نه له اسلام اباده کوم سپیناوی خپور شوی. په دې قضیه کې د پاکستان په چوپتیا د پاکستان په اخبارونو کې نیوکې هم شوې دي.

څو ورځې د مخه د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپله اداریه کې لیکلي وو چې د لندن په عدالت کې د وقاص ګورایه د ناکامه قتل په منصوبه کې د پاکستان بیا بیا ذکر وشو خو په دې هکله تر اوسه یاد هېواد د څه ویلو نه ډډه کړېده.

اخبار لیکي، “په لندن کې په روانه ستره قضیه کې د پاکستان بیا بیا ذکر وشو د چرته نه چې هیټ مېن یا اجرتي ته په تورنه توګه پېسې لېږل شوې”.

د ډان اخبار تر مخه منځګړي ګوهېر خان ته د يو پاکستاني بېنک د لارې پینځه زره پاونډونه، د ګورایه عکس او په روټرډم نیدرلېنډ کې د هغه د کور درک ورلېږلي وو.

د ګوهېر خان سره لوظ شوی ؤ چې د کار په پوره کولو به ورته اتیار زره پاوڼد ورکولی شي.

د قضیې د اورېدنې لپاره موجودې یوې پاکستانۍ فعالې د نوم نه ښودلو په شرط ډیوه ته ويلي دي چې په عدالت کې ګوهېر خان جیوري ته اقرار کړی دی چې ده ته د ګورایه د وژلو لپاره پېسې، درک او عکس ورکړی شوي وو او ده په دغو پېسو یو چاقو، د ټرین ټکټ او د هوټل کمره نیولې وه او د ګورایه د کور څار او فلم بندي یې کړې وه او دغه معلومات یې په پاکستان کې پټ منځګړي ته هم ورکړي وو خو بیا یې انکار کړی دی چې نیت یې نه ؤ چې ګورایه به وژني.

ددغې سرچینې دغه دعوه په مطبوعاتو کې د شایع شویو نورو رپورټونو سره سمون خوري.

په پاکستان کې د منځګړي تن په هکله په ټولنیزو رسنیو کې داسې اټکلونه هم شوي چې ګنې دا کار یې د پاکستان د کومې ادارې په لمسه کولو خو په لندن کې ددې قضیې یو څارنوال او د ګورایه ملګري روشان خټک ډیوه ته تېره اونۍ ویلي وو مډز نومې تن چې ګوهر خان ته کوم غږيز پیغامونه لېږلي وو، هغه چې په عدالت کې وغږول شول نو د هغې د لهجې نه مالومېږي دا تن پاکستانی ؤ.

روشان البته وايي دوی سره داسې څه قوي ثبوت نه شته چې ګنې ددې قتل په سازش کې د پاکستان کومه اداره ککړه ده.

“د استغاثه د وکیل سره ایکزیکټ ( قوي) اېوېډېنس (ثبوت) نه شته چې دا د پاکستاني ریاست سره لینک (تړلی) دی”.

د جیوري د فېصلې وروسته به اوس عدالت ددې قضیې د پرېکړې په رڼا کې خپله فیصله اووري، قاضیان عموماً د جیوري فیصله مني او بیا یې عملي کوي.

وقاص ګورایه په کال 2007 کې نیدرلېنډ ته د تعلیم په ویزه سفر کړی ؤ. هغه هم د هغه ځایه د خپلو نورو ملګرو عاصم سعید او سلمان حېدر سره په ګډه د “موچي” په نوم د ټویټر او فېسبوک پاڼې چلولې.

په دغو پاڼو د پاکستان په پوځ او سخت دریځو مذهبي مشرانو سختې نیوکې کېدلې. وروسته دغه پاڼې تړل شوې وې.