کابل:دپاکستان دامنیت سلاکار طالب چارواکو سره په مهمو معاملو خبرې کړې دي

د پاکستان دقامي سلامتيا دسلاکار معيد يوسف په مشرۍ د پاکستان دلوړپوړو حکومتي چارواکو يو پلاوى کابل ته رسيدلى دى اؤ دطالب چارواکو سره یې په دوه اړخيزه اړيکو اؤ یو شمیر نورو مهمو معاملو خبرې اترې کړې دي.

په عین حال کې دپاکستان وزېر اعظم عمران خان ويلي نړيواله ورورولي د افغانستان دحالاتو نه پام اړولى نه شي او د غربي نړۍ فرض جوړيږي چې د بد امنۍ ښکار هيواد افغانستان د امن لپاره خپل کردار ولوبوي او کوټلې مرستې ورسره وکړي.

کابل ته دخپل سفر نه دې وړاندې د قامي اسمبلى دباندنيو چارو دکميټې غونډى ته وينا کې معيد يوسف تور لګولى ؤ چې د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان په ضد کارول کيږي.

دغه غونډه کې شريک هم د واکمن تحريک انصاف ګوند غړى ډاکټر رميش کمار د خپل حکومت افغان تګلاره باندې سختې نيوکې کوي او وايي پاکستان ته پکار دي چې د افغان طالبانو د بيځايه مرستو په ځائ خپلو کورنيو معاملاتو ته پام لرنه وکړي.

چينايي ميډيا سره خبرو کې وزير اعظم عمران خان ويلي غربي نړى داسې نه شي کولى چې پرته د کوم هواري نه افغان شخړه هم داسې پريږدي.

دا په داسې حال کې ده چې دشنبې په ورځ دپاکستان دملي سلامتیا دسلاکار معید یوسف په مشرۍ دپاکستان دلوړ پوړو چارواکو یو پلاوی کابل ته رسیدلی اؤ دافغانستان دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي اؤ د رئیس الوزراء د اداري معاون عبدالسلام حنفي په ګډون یې دنورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي.

کابل کې دپاکستان سفیر ښاغلي منصور احمد خان ټو يټ کړی دى چې پاکستانى پلاوى به د افغانستان سره دانساني او اقتصادي مرستو په ترڅ کې د اړونده افغان دولتي چارواکو سره لېدنې کوي.

دمطبوعاتي رپورټونو ترمخه د معيد يوسف دغه سفر کې به دواړه خيزه اړيکو او د پولې د څارنې په انتظام هم خبرې اترى کيږي.

د کابل د سفر نه دوه ورځې وړاندې د قامي اسمبلۍ د باندنيو چارو کميټې ته داحوال ورکولو په وخت معيد يوسف دا فغانستان دمخکینو حکومتونو په پرتله د پاکستان اؤ افغان طا لبانو دحکومت اړيکې مثالي ګرځولې وې.

خو ورسره معيد يوسف دا هم په ګوته کړې وه چې د افغانستان خاوره لا اوس هم د پاکستان په ضد کارول کيږي.

دې غونډه کې موجود د واکمن تحريک انصاف ګوند ديادې کمیټې غړى ډاکټر رميش کمار د معيد يوسف د خبرو پخلى کوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې ډاکټر رميش وويل د افغانستان خاوره مخکې دپاکستان په ضد کارول کیده او اوس هم کارول کيږي ځکه پاکستان ته پکار دي چې افغانستان سره د مرستو لپاره دبې ځايه هلو ځلو په ځائ خپلو کورنیو معاملو ته پام وګرځوي.

خو دطالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ خپل یو بیان کې ویلي وؤ چې دافغانستان خاوره دهیچا په ضد نه کارول کیږي اؤ طالبانو چې په دې اړه کومې ژمنې کړې وې هغې ته اوس هم ژمن دي.

څيړونکي اعجاز خټک وايي که څه هم پاکستان په دې مطمينه ؤ چې دهند اثر یې افغانستان کې ختم کړو خو داسې بریښي چې په ګډه پوله د ازغن تار او د لا قانونه ټي ټي ېي پسر د پاکستان انديښنى لا اوس هم پځاى دي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه د معيد يوسف د کابل سفر ډير مهم وباله او زياته يې کړه پاکستان به د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان د قيادت په افغانستان کى د فعاليتونو او د دوئ د موجودیت معاملې راپورته کوي.

د پاکستان د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد پخلى کوي چې تير کال اګست مياشت په افغانستان دطالبانو د واکمن کیدو راپدیخوا پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ٣٥ فيصدي زياتوالى راغلى دى.

مرکزي وزير راتلونکو دوؤ مياشتو کې په دغو پيښو کې د لا نور زياتوالي خبردارى هم ورکړی دی.