دانارکلۍ بازار له چاودنې وروسته لاهور نه څلور پښتانه ځوانان لادرکه کړل شوي دي

د جنورې په ۲۰ مه نیټه د پنجاب صوبې د سرښار لاهور په انار کلۍ بازار کې د بم چاودنې وروسته په مرموز ډول څلور پښتانه ځوانان لادرکه کړی شوي دي، چې پکې حفیظ الله او قاسم خان نومې کسان د جنورۍ په ۲۲ او شفیق او نقیب الله پنځه ورځې وړاندې بې درکه کړې شوي دي-

د دوؤ لادرکه کسانو وکیل ایډوکیټ حمید وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي د دوؤ کسان حفیظ الله او قاسم خان په اړه یې د لاهور نولکها پولیسو چوکۍ کې مقدمه درچ کړې ده-

هغه وایي دې لادرکه پښتنو دکوټې د پښتون اباد سیمې سره تړاؤ لرو د سپیر پارټس کاروبار یې کولو-

محمد ظاهر خان اڅکزی چې د خپل ورور نقیب الله په لټه د جنورۍ په ۳۱مه نیټه په کوټه کې له خپل کور څخه لاهور ته رسیدلی دی، وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي ۲۵ کلن ورور نقیب الله یې د تیرو څو ورځو راهسې بې درکه دی خو پولیس والا د ایف ایي ار درج کولو پر ځائ دوئ ته دصبر او انتظار کولو مشوره ورکوي-

هغه زیاتوې چې ورور یې شاوخوا شپږ کاله وړاندې د سوداګرۍ په غرض د کوټې څخه لاهور ته راغلی ؤ اؤ هغه هیڅکله په څه غیر قانوني فعالیتونو کې لاس نه لري-

ظاهر وایي د دوې په ښار کې د کار فرصتونه لږ دي، چې له امله یې ورور پنجاب ته لاړو-

"هغه دلته یو کاروبار جوړ کړی ؤ او هره میاشت به یې د ۱۵۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۰۰ روپو پورې کور ته ورلیږلې- زموږ په کورنۍ کې ۱۶ کسان شامل دي او موږ په دې پیسو تکیه کوله"

د ډيوه د پوښتونو په ځواب کې د انارکلۍ پولیس ویلي چې ددغو کسانو په اړه څه معلومات نه لري اؤ په دې اړه معلومات د ترهګرۍ د مخنیوې د ادارې څخه تر لاسه کیدای شی،

ډیوه په دې اړه د ترهګرې د مخنیوي د ادارې پولیسو سي ټې ډې سره هم د رابطو هځې وکړې خو بریالۍ نه شوې-

د انارکلۍ د چاودني سمدستې وروسته د دغه ځوانانو ورکیدل د لاهور پښتانه خلک په لویه کچه ویرولي او دنا امنۍ په احساس کې مبتلا کړي دي-

د نقیب کورنۍ ټینګار کوي چې دولتي چارواکي باید غیر دقانوني لارو پر ځائ د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې دغه پلټنې ترسره کړي-

په هیواد کې د خلکو په زور د لادرکۍ لړۍ یوه سنجیده معامله پاته شوې ده-

دبشرې حقونو کارمندان دخلکو په جبر دلادرکۍ تورونه پر امنیتې ادارو لګوي او وایي په هیواد کې دا وخت هم د لادرکه کسانو شمیره د ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې ده خو امنیتي ادارو بیا وخت په وخت دا تورونه رد کړي دي.