پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو دترهګرۍ په زیاتو شوؤ پېښو اندېښنې ښودلي

پاکستان کې حکومت مخالفو ګوندونو په هیواد کې دترهګرۍ په زیاتو شوؤ پیښو اندیښنې څرګندې کړې او دایې د حکومت له اړخه په نیشنل ایکشن پلان د عمل نه کولو سوب ګرځولی دی.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري ویلي پر هیواد برید کوونکي نه شي بخښل کیدلی اؤ دترهګرو ځالې باید ختمې کړل شي.

هغه وایي دنیشنل ایکشن پلان د نه عملي کولو منفې اغیز اوس راڅرګندیږي.

د پیپلز ګوند سینیټر بهره مند خان تنګي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ترهګرو بریدونه روان دي اؤ دنیشنل ایکشن پلان دنه عملي کیدو له امله ترهګر یو ځل بیا فعال شوي دي-

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې خپل واک ټینګولو او د هیواد د امن د پاره ضروري ګاموته پورته کړي او نیشنل ایکشن پلان دې عملي کړی شي-

د پوځ د مطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار تر مخه د تیرې چهارشنبې یا شورو په شپه ترهګرو د بلوچستان دوؤ ضلعو پنجګور او نوشکي کې د امنتې ځواکونو پر ځوکیو بریدونه کړي وؤ چې امنیتې ځواکونو دغه بریدونه ناکامه کړي دي-

د خپور شوي بیان تر مخه په بریدونو کې اووه امنیتې عسکر وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي- او ۱۳ ترهګر هم وژل شوي دي-

بل پلو ته د مسلم لیګ نواز ډلې صدر شهباز شریف هم خپل یو ټویټ کې ویلي چې د ترهګرۍ د مخنیوي د پاره ټول قام یو موټی دی-

د مسلم لیګ نواز ډلې د قامې اسمبلۍ غړي عباد الله خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي پیښور په ارمي پبلک سکول د برید وروسته د نیشنل ایکشن پلان په نتیجه کې دشوؤ پوځي عملیاتو له امله په هیواد کې ترهګري تر ډیره حده کمه شوې وه خو هغه وایي اوس د حکومت د غلطو پالیسو او دطالبانو سره دخواخوږۍ له امله ویره لري چې پخواني حالات بیرته جوړ نه شي

"ددغه حالاتو د مخنیوي دپاره پکار ده چې حکومت په نیشنل ایکشن پلان په سختۍ سره عمل وکړي"

د مسلم نواز ډلې مشرې مریم نواز د یو ټویټ د لارې ویلي نا اهل او ناکامه حکومت هم د پاکستان د پاره د ترهګرۍ څخه کم نه دی-

د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید خپل یو ویډیو پیغام کې ویلي وؤ چې د نوشکي په پیښه کې ۹ ترهګر او ۴ امنیتې عسکر وژل شوي اؤ په پنجګور کې ۶ ترهګر وژل شوي دي-

وزیراعظم عمران خان خپل یو ټویټ کې د ترهګرې ددغو پیښو په مقابلې کولو امنیتي ځواکونه ستایلي او ویلي یې دي چې د ترهګرې په ضد جګړه کې ټول قام د خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی-

دا پیښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د تیرې جنورۍ په ۲۰مه نیټه د لاهور انارکلي بازار کې په یوه بمي چاودنه کې درې کسان وژل شوې او د ۲۵ؤ څخه زیات ټپیان شوي وؤ-