کوټه:دسکرو کان کې دچاودنې له امله پینځه مزدوران مړه شوي،درې ژوبل

دبلوچستان ایالت سرښار کوټې ته نزدې په سرغرګي سیمه کې دکویلې په سکرو په کان کې دزهرجن دچاودنې له امله پنځه کان کیندونکي مزدوران وژل شوي، درې ژوبل شوي او دوه بیا روغ رمټ راویستل شوې دي

ژوبلو مزدورانو کې هم د دوو سوزځیدلو مزدورانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

دبلوچستان دصوبایي حکومت د کویلې دڅانګې چيف ماین عبدالغني انسپکټر وي او ای ډیوه ته وويل دغه پښه دکوټې ښار ته نزدې د سرغرګي په سیمه کې د سکرو په کان کې د زهرجن ګېس د جمع کېدو له سوبه رامنځ ته شوې ده.

هغه ومنله چې پېښه کې پنځه کان کیندونکي مړه شوي دي.

دکویلې دڅانګی چيف ماین انسپکټر وويل چې په دغه کان کې ټول ټال لس مزدورانو کار کوي چې دوئ کې درې مزدوران د اور لګېدو له امله ټپيان شوي دي او نور دوه بيا روغ رمټ دي.

عبدالغني وويل کان څخه د مړو اؤ ژوبل مزدورانو د راویستلو کار سرته رسیدلی اؤ دوه ټپیان شوي کسان روغتون ته رسول شوي دي چې هلته یې درملنه روانه ده خو هغه وایي چې د دوؤ کان کېندونکو وضعیت مرګونی دی.

د يوې خيريه موسیسې فعالینو ډیوه ته ویلي چې دپېښې نه وروسته دوئ په خپله کان کیندونکي د کوټې د سرکاری روغتون ټراما مرکز ته راوړي دي اؤ دژغورنې کار ډېر ناوخته پېل شو.

دصوبایي حکومت له خوا ویل شوي چې دسکرو کان کې دشوې چاودنې په هکله پلټې روانې دي.

بلوچستان کې دکویلې دمزدورانو د سازمان عمومي سکتر سلطان لالا وايي تېر کال هم د کویلې په کانونو کې دمرګونو پېښې تر 160 زياتې وې چې لویې سوب یې دلته د کویلې په کانونو کې د ټېکه دارۍ نظام دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي په کانونو کې دننه د خواریکښو دتحفظ هیڅ انتظام نه وي.

هغه وایي دې کانونو کې نه خو دتازه هوا لپاره متبادل لاره اؤ نه هم د ګېس د اخراج د کچې مالومولو له پاره آلې نصب وي چې زیاتره وخت یې له امله داسې پېښې مخې ته راځي.

دنوموړي په وینا په بلوچستان کې د کویلی په شمول معدنيات ډير زيات دي خو په کانونو کې دننه د مزدورانو دخوندیتوب پر قانون عمل نه تر سره کیږي.

بلوچستان کې د سکرو په کانونو کې تر يونيم لک زيات مزدوران کار کوي چې په دوئ کې زيات شمېر مزدوران دخېبر پښتونخوا دشا نګلې،سوات ،د ملاکنډ او افغانستان سره تړاؤ لري