پېښور کې افغان زده کوونکي وایي دطالبانو حکومت کې زیاته پاملرنه دمدرسو طالبانو ته کیږي

In this photo taken on Sept. 4, 2019 Afghan students attend a class at the Code to Inspire school in Herat.

پېښور کې ميشت افغان زده کوونکي وایي افغانستان کې دطالبانو د واکمنۍ لاندې دوئ د خپل راتلونکي په اړه انديښمن دي ځکه چې د دوي په وينا د طالبانو په واک کې د ديني مدرسو زده کوونکو ته ډېره پاملرنه کيږي خو ولي د مدرسو زياتره زده کونکي په اړونده چارو کې پوهه نه لري۔

افغان زده کونکي وايي که څه هم طالبانو د ولس او دنړيوالو له فشار وروسته د نجونو سکولونه او پوهنتونونه بيرته پرانستي دي خو اوس هم په تعليمي نظام کې يو شمير نيمګړتياوې شتون لري۔

دوئ وايي اوس هم هلته د ويرې ماحول دی، مکتبونو کې زده کوونکي کم ليدل شي او د کابل د سقوط وروسته د زده کونکو ډېر کموت رامخې ته شوی دی ځکه يو شمير استاذان د معاش دکمي او دځان خوندي نه ګڼلو له کبله د هيواد نه په وتلو مجبوره شوي دي۔

پېښور پوهنتون کې د سولي او شخړو د هواري څانګه کې زده کړې ترلاسه کوونکی او د افغانستان دپکتيا ولایت محمد الله ځدران ډيوه ته وايي په افغانستان کې مونږ ته اوس خپل رول نامعلومه ښکارې ولي چې طالب چارواکو ويلي دي چې په نوې نظام کې به د دينې مدرسو زده کونکو ته لومړیتوب ورکولی شي۔

‘‘په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې مونږ ته خپل رول نامعلومه ښکارې ځکه چې د لوړو زده کړو چې کوم وزير ؤ هغه ويلي وؤ تاسو چې کوم سبقونه ويلي دي دا اوس نه چليږې مطلب د دينې مدرسو سبق به پکاريږي او اوس هم هلته د مدرسو هلکانو ته لمړیتوب ورکول کيږي‘‘

افغان زده کوونکي وايي د طالبانو په راتګ د افغانستان تعليمې نظام د ګډوډي ښکار شوی دی ځکه د طالبانو حکومت تر اوسه د تعليم په هکله څه واضحه پاليسې نه ده اعلان کړې، هرڅه په نامعلوم ډول روان دي اؤ دوئ نه پوهيږي چې راتلونکې کې به څه کيږي؟

مريم د ننګرهار ولايت سره تړاؤ لري اؤ په پېښور پوهنتون کې دجرنلزم دڅانګې زده کوونکې ده ، هغه وايي د طالبانو حکومت په کوم جواز شپږو مياشتو پوري په ښځو د تعليم دروازې بندې کړې وې او دا چې د افغانستان ځوانان او پيغلې د خپل راتلونکې په اړه ډيرې انديښنې لري ۔

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل‘‘د طالبانو حکومت چې کله نه راغلی د ځوانانو او ښځو دپاره د تعليم په اړه واضحه پاليسې نه ده راوړل شوې چې کوم د افغانستان ولس ته هيلې ورکړي د ټولو خلکو په ذهنونو کې فکر دی، انديښنې دي ځکه چې هغوئ په افغانستان کې خپل راتلونکی نه ويني‘‘

افغان زده کوونکي زياتوې که څه هم وي خو طالبان به د ښځو تعليم ته اماده کيږې ځکه چې طالبان هيڅ دليل نه لري چې د نجونود تعليم لارې بندې کړي.

دوئ‌ وایي اسلام کې هم د ښځو په تعليم بنديز نشته او دا چې په تيرو شلو کالو کې ډېر بدلون راغلی دی۔

اسرار صمېم پوليټکل ساینس کې لوړې زده کړې ترلاسه کوي، وايي دده تر ټولو لويه هيله ده چې خپل هيواد کې پاتې شي او کوم فکر چې یې جوړ شوی په هغې د هيواد خدمت وکړي ، وایي خير که حالات له دې هم سخت شي۔

‘زما تر ټولو لويه هيله دا ده چې خپل وطن کې پاتې شم، خپل وطن دپاره خدمت وکړم او هغه فکر کوم چې زه لرم او هغه فکر کوم چې ماته په تيرو شلو کالو ايجاد شوی دی. هغې دپاره کار وکړم او دا په هغه صورت کې کيدای شې چې زه په خپل هيواد کې يم طالبان به ما قبلوي يا نه خو زه به داسې مناسبه فضا برابروم که حالات دې نه هم سخت شي‘‘

په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپدیخوا تړل شوي دولتي پوهنتونونه د فرورۍ دويمې نيټې نه د هيواد په ګرمو سيمو کې بيرته پرانستل شوي دي۔

تير کال د اګست په پینځلسمه نېټه د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د افغانستان ټول پوهنتونونه تړل شوي وؤ او د تیرو پينځه نيمو میاشتو راهسې زده کونکي په کورونو کې ناست وؤ او تعليمي زده کړې يې د ځنډ ښکار شوې وې۔