سپریم کورټ دبېنظیر بوټو دحکومت په ضد په کودتا دتورنو پوځي افسرانو په اړه فیصله محفوظ کړه

Supreme Court Pakistan

د پاکستان سپريم کورټ کال ١٩٩٥م کې دهغې وخت د وزير اعظمې بې نظير بوټو دحکومت رانسکورولو او د اعلا سياسي او پوځي قيادت د وژلو دسازش په تور پوځي عدالت نه دسزا وار شوؤ دوؤ پوځي افسرانو په اپيل خپله پرېکړه خوندي کړې ده.

څيړونکي او قانون پوهان د پوځي عدالت فيصله پځاي بولي او وايي دابغاوت ځکه ناکامه شوى ٶ چې د پوځ دسرلښکر ملاتړ ورته نه ؤ ترلاسه.

د سه شنبې په ورځ دسپریم کورټ دمشر قاضي عمر عطا بنديال په مشرۍ د سپريم کورټ درې کسيزه بينچ د پوځ دوؤ پخوانيو افسرانو کرنل عنايت او کرنل آزاد منهاس ته د پوځي عدالت لخوا دبند د اورول شوې سزا په ضد دهغوئ داپيلونو اوريدنه کړې ده.

په دې موقعه حکومتي څارنوال ددغه خواستونو مخالفت وکړو او داېې د قانون په ضد وګرځول.

درخواست کوونکي په هغه ٣٨ پوځي افسرانو کې شامل وؤ چې د پاکستان پوځ کال ١٩٩٥م کې د هغې وخت دوزير اعظمې بې نظير بوټو دحکومت په ضد دسازش په تور نیولي وؤ.

پوځ د نيول شوؤ تنانو نه د درنو وسلو ترلاسه کيدو دعوه کړې وه او په دوئ یې د هغې وخت د پوځ دسرلښکر جنرل وحيد کاکړ په مشرۍ دپوځي کمانډرانو په کېدونکې غونډه او په منتخب پارليمان د بريدونو دپلان تورونه هم لګولي وؤ.

د پاکستان په جمهوري نظام د کارکوونکې غير دولتي ادارې پلډيټ مشر احمد بلال محبوب وايي کال ١٩٩٥کې دپوځي افسرانو دا سازش ځکه ناکامه شوى ؤ چې د پوځ ناست سر لښکر پکې شامل نه ٶ.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل دا لومړى ځل نه ؤ او دې نه وړاندې د۷۰م په لسيزه کې هم دهغې وخت دوزير اعظم ذوالفقار بوټو د منتخب حکومت په ضد پوځي افسرانو ناکامه سازش کړى ؤ.

وتلى قانون پوهه او د سپريم کورټ بار پخوانى صدر لطيف اپريدى دمنتخب حکومت په ضد سازش او دحکومت راغورځولو هڅې دملکي قانون لاندې سنګين جرم بولي او وايي که دې کې ککړو تنانو ته په وخت او سخته سزا ورکړل شوې واى نو غير جمهوري قوتونه کمزورى کيدى شول.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل سپريم کورټ ته خواست کوونکي پوځي افسران دغه سازش نه خبر وؤ خو بيا ېې هم اړونده افسران په وخت خبر نه کړل ځکه د لطيف اپريدي په خبره فيلډ جنرل کورټ مارشل دوئ ته په ځاي سزا ورکړې ده .

د بې نظير بوټو حکومت په ضد ددغه سازش پلان دهغې وخت د پوځ ديو جرنيل ظهير السلام عباسي او بريګيډير مستنصر په مشرۍ کې جوړ شوى ٶ اؤ مطبوعاتي رپورټونه وايي دوئ سره دې پلان کې دشریک حرکت جهاد اسلامي نومې جنګيالۍ ډلې دمشر قاري سيف الله دګرفتارۍ له امله دپوځ ددې منصوبې نه خبر شوى ؤ.

ر پوټونه زياتوي قاري سيف الله پوځي عدالت کې سرکاري ګواه جوړ شوى ؤ او هم د هغه په شهادت عدالت جرنل ظهير او بريګيډير مستنصر ته دبند سزا اورولې وه.

کال ٢٠١٣ کې سپريم کورټ د جرنل ظهير او مستنصر بالله د پوځي عدالت ددغه پريکړې په ضد اپيلونه رد کړي وؤ