دمزدورانو اتحادیه:پښتونخوا کې دخواریکښو دمعاش اؤ حقونو قانون باید په بشپړ ډول عملي کړل شي

خیبر پښتونخوا کې دخواریکښو اتحادیې پاکستان ورکرز فیډریشن غوښتنه کړې ده چې دصوبې حکومت دې په ټوله صوبه کښې مزدورانو دپاره دټاکل شوي اجرت ورکړه باوري کړي او ددوئ دپاره دجوړ قانون مطابق دې مزدورانو او کارکوونکو ته تنخاګانې ګاني ورکړی شی .

د خیبر پښتونخوا حکومت هم په روان قامی بجټ کې دخواریکښو لږ تر لږه اجرت یا معاش 21000 روپۍ ټاکلی ؤ .

دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې چې په پاکستان کی ګراني زیاته شوې او د توانایۍ بیعې لوړې شوې دي پوهان وايي چې د توانایۍ د زیاتو بیعو له امله به پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شی.

30 کلن وقاص احمد په سوداګرۍ کې تر شپاړسم ټولګي زده کړې کړې دي او په یوه شخصی اداره کې په 15000 روپۍ د میاشتې کار کوي، دی وایې بې روزګاري زیاته ده کارونه نشته او ځوانان هم مجبوره دي چې په کمه تنخا کار کوي.

"زیات نه زیات د 15 نه تر20زرو پوری تنخاګانې ورکړی کیږي په هغې ګزاره نه کیږي او حالت داسې جوړ دی چې ګراني زیاتیږي"

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي د توانایۍ بیعې هم لوړې دي او ټوله تنخا دبجلۍ او ګیس په بلونو کې لاړه شي او دنورو ضرورتونو پوره کولو دپاره پکښې هیڅ پاتې نه شي .

د صوبې د مزدورانو د څانګې له خوا جاري کړی شوی بیان کې شخصي او سرکاري ادارو ته ویل شوي چې په هره کارخانه ،اداره یا تجارتي مرکزونو کز به کارکونکي هر وګړي ته د میاشتی کم نه کم معاش 21000 روپۍ ورکول کیږي. په میاشت کې به 26 ورځې کار کوي او په ښځو او سړو کې به هیڅ قسمه توپیر نه وي.

ډیوه په دې هکله دخیبر پښتونخوا دحکومت دنظر اخستو په غرض دصوبې د خواریکښو د وزارت چارواکو سره دتماس نیولو هڅې وکړې خو بریالۍ نه شوې.

په پاکستان کې د مزدورانو د اتحادیې پاکستان ورکرز فیډریشن کوارډینیټر شوکت انجم وایي د حکومتي اعلان باوجود په پاکستان کې په لکونو کارکوونکي د ټاکل شوي لږ تر لږه اجرت کم نه محرومه دي اؤ دوئ ته اکثره په شخصي تعلیمي ادارو، هوټلونو، کارخانو او تجارتي مرکزونو کې پوره دغه ټاکل شوی معاش نه ورکړل کیږي اؤ دا بیا د حکومت ذمه واري ده چې دا عملي کړي.

د پاکستان د کال 2021م د اقتصادي سروی ترمخه په ملکي کچه 55 ملينه نه زیات خلک په تنخاګانو کار کوي او په دغه خلکو کې 20.7ملینه خلک د کرونا وبا له امله بې روزګاره شوي دي .

د پاکستان د اقتصادي پرمختيا اداره پايډ په خپل کلیز رپورټ کی وایي په ملک کې بې روزګاري 31% ته زیاته شوې ده خو سرکاري شمیری دا 6.9% ښایي.

څیړنې وایي په پاکستان کې د روزګارونو د نشتوالي له امله اکثره ځوانان په منځي ختیز کي خواري مزدوري کوي .