سیاسي مشرانو،خبریالانو اؤ دبشري حقونو فعالینو دمحسن بیګ نیونه غندلې ده

پاکستان کې سیاسي مشرانو، خبریالانو او د بشري حقونو فعالینو د اسلام اباد پولیسو له اړخه دخبریال او څیړونکي محسن بیګ د نیولو ګام په سختو ټکو غندلی اؤ دپاکستان په ځېنو ښارونو کې دهغه دنیول کیدو په ضد احتجاجي مظاهرې هم شوي دي-

د مسلم لیګ نواز ډلې مرستیالې مشرې مریم نوازویلي د تیرې څه مودې راهسې پاکستان د خبریالانو د پاره تر ټولو خطرناک هیواد جوړ شوی دی چې پکې حکومت باندې دنیوکو کوونکو خبریالانو د وژنې ، ځورولو او نیولو پیښې هره ورځ مخې ته راځي-

بل لوري ته د محسن بیګ کورودانې دخپل مېړه په ضد د ترهګرۍ مقدمه بې اساسه ګرځولې او اسلام اباد هایکورټ کې یې چیلنج کړې ده-

عدالت به د هغې پر درخواست اوریدنه سبا یعنې د فرورۍ په ۱۸مه نیټه کوي-

جرنلسټ او څیړونکی محسن بیګ تیره ورځ دپاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای د واکمن تحریک انصاف ګوند د مرکزي وزیر مراد سعید په شکایت نیولی ؤ-

پولیسو د هغه په ضد په دوې د برید کولو او د سرکار په کار کې د لاسوهنې په شمول د ترهګرې دفعو لاندې مقدمه درج کړې-

د مسلم لیګ نواز ډلې مرستیالې مشرې مریم نواز په اسلام اباد کې د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي د خبریالانو د پاره پاکستان د نړۍ ترټولو خطرناک هیواد دی اؤ دلته په ښکاره خبریالان په وژل شوي، تښتول شوي، ماشومان یې یتیمان کړی شوی، کله د ایف ایي ای او کله د نیب له اړخه د خبریالانو کورنۍ ځورول شوي دي-

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي د محسن بیګ ګرفتاري د عمران خان طاقت نه بلکې کمزوري ښایي-

تیره ورځ وي او ای ډیوه سره خبرو کې دپاکستان دخبریالانو دمرکزي تنظیم پي ایف یو جی عمومي سکتر ناصر زیدي ویلي وؤ د حکومت دغه ټول ګامونه پر دوئ دنیوکې کوونکو دغلي کولو او د اظهار ازادۍ د لارې نیولود پاره دي-

بل پلو ته د حکومت وینا ده چې په هیواد کې مطبوعاتو ته ډیره ازادي ترلاسه ده خو یو تن د پولیسو د وهلو حق نه لري-

د تعلیم مرکزي وزیر شفقت محمود وایي د یو تن په ضد مقدمه وه، ایف ایي ای دهغه نیولو د پاره ورغله، هغه ته پکار وؤ چې قانون یې په لاس کې نه وای اخستی-

هغه وایي پر پولیسو ‌‌ډزې کول سم عمل نه ؤ اؤ په هیواد کې د ټولو خلکو حقونه یو برابر دي-

دمشر جرنلسټ محسن بیګ لخوا څو ورځې وړاندې په یو شخصي ټیلي ویژن د وفاقي وزیر مراد سعید د وزارت په اول نمبر راتللو باندې په ذومعنی انداز کې نیوکې شوې وې چې له هغې وروسته د میډیا د انتظام ادارې پیمرا هم دغه چینل ته شوکار نوټس لیږلې ؤ-

پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې دحکومتي مشرانو پر کارکردګۍ د نیوکو پسر یو صحافي نیول شوی او ځورول شوی دی-

تر دې وړاندې پر مشر جرنلسټ ابصار عالم او اسد طور هم نامعلومه خلکو بریدونه کړی وؤ خو په دې اړه تر اوسه ځوک هم نه دي نیول شوي-