بل ګیټس پاکستان ته یو ورځنی سفر کړی،صدرعلوي ورته هلال پاکستان جایزه ورکړې

Bill Gates Meets Pakistani PM

د امريکا سره تړاو لرونکي د نړۍ تر ټولو شتمنو تنانو کې شامل دمايکروسافټ باني او د بل اينډ ميلنډه فاونډيشن شريک مشر بل ګيټس د وزير اعظم عمران خان په بلنه په لومړى ځل پاکستان ته یو ورځنی سفر کړی دی.

دپاکستان صدر صدر عارف علوي پاکستان کې د پوليو او غربت مخنيوي لپاره د خدماتو په اعتراف کې بل ګيټس ته هلال پاکستان جايزه ورکړې ده.

دحکومتي اعلاميې ترمخه د بل ګيټس او د هغه د خيراتي ادارى له ملاتړ پرته د پاکستان د حکومت لپاره دپولېو په ضد لاسته راوړنې شونې نه وې.

مرکز کې د واکمن تحريک انصاف ګوندله لوري ټويټر ویل شوي د وزيراعظم عمران خان او بل ګيټس ترمنځ ملاقات کې د پوليو په ختمولو او په نورو چارو خبرې اترې شوې دي.

مطبوعاتي رپوټونو وایي دلېدنې په مهال د وزير اعظم عمران خان وينا وه چې د حکومتي ګامونو له امله پروسکال ٢٠٢١م کې دپاکستان دننه د پوليو يوازې یوه پېښه مخې ته راغلې وه.

ر پورټونه وایي بل ګيټس وزير اعظم ته باور ورکړى چې د هغه اداره به پاکستان کى د پوليو په ضد مبارزه دوامداره ساتي.

په صدارتي ماڼۍ کې ترسره شوې دستوره کې صدر عارف علوى پاکستان کى د غربت او پوليو دمخنيوي په ترڅ کې دبل اينډ ملينډا فاونډيشن د خدماتو د اعتراف په توګه بل ګيټس ته د پاکستان دويمه ستره جايزه هلال پاکستان ورکړه.

په دې موقعه دحکومت له لوري جاري شوې اعلاميه کې منل شوې ده چې د بل ګيټس له مهم کردار پرته د پاکستان د حکومت لپاره د پوليو په ضد لاسته راوړنې ممکن نه وې.

بل ګيټس اسلام اباد کې د پوليو د مخنيوي دسرکاري مرکز او د کرونا دڅار د دولتي ادارې این سي او سي څخه لیدنې هم کړې دي.

پاکستاني چارواکو سره د هغه ملاقاتونو کې شريک د صحت وزارت ډایريکټر جنرل رانا صفدر د بل ګيټس دوره ګټوره ګرځولې ده.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې رانا صفدر وويل د پاکستان دحکومت څه خواهش نه ؤ چى ګني بل ګيټس دې د نورو مالي مرستو اعلان وکړي البته دوئ ګڼي چې د هغه راتګ سره د پاکستان د حکومت د غربت د مخنيوې او صحت اسانتياؤ پروژو باندې ډير مهم او ژور اثرات غورځيدلى شي.

د رانا صفدر په خبره بل ګيټس په دې اړه دپاکستان دحکومت په پروژو د ډاډ څرګندونه کړې ده.

کال ٢٠١٩م کې د وزير اعظم عمران خان د امريکا د دورې په مهال بل اينډ ملينډه ګيټس فاونډيشن پاکستان کې دغربت د مخنيوي پروژو لپاره د تفاهم د يادداشت د لارې د ٢٠٠ ملينه ډالرو دمرستې ژمنه کړې وه اؤ د رپورټونو له مخې يوازې پروسکال بل اينډ ملينډا فاونډيشن ١٥ اربه ډالر خيراتي لګولي وؤ