اسلام اباد عدالت د خبریال محسن بېګ جسماني‌ ریمانډ درې ورځې نور غزولی

اسلام اباد ـــ د درې ورځو جسماني ريمانډ پاى ته رسېدو وروسته خبريال محسن بيګ د جمعې په ورځ د اسلام اباد د ترهګرۍ د پېښو ځانګړي عدالت ته وړاندې کړى شو، خو د اسلام اباد پوليسو په خواست عدالت د نورو پلټنو لپاره د هغه جسماني ريمانډ نور درې ورځو پورې غزولى دى.

د هغه وکيل دريځ خپل کړى چې په يو ټي وي پروګرام کې د بحث په وخت محسن بېګ د وزير اعظم عمران خان د پخوانۍ ښځې ريحام خان په کتاب کې د مراد سعيد د ذکر حواله ورکړې وه او که دا جرم دى نو لومړى دې د ريحام خان په ضد کاروايي وکړى شي.

هم د جمعې په ورځ اسلام اباد هايکورټ د محسن بېګ د ښځې د خواست اورېدنه کړې ده او هغې تور لګولى چې حکومت د اسلام اباد سېشن جج ته ګواښونه کوي.

اېډيشنل سېشن جج ظفر اقبال د پلټنو مرکزي ادارى ايف ای اې له خوا د محسن بېګ ګرفتاري غير قانوني ګڼلې وه.

تېره ورځ د وزير اعظم عمران خان سره ملاقات وروسته حکومتي څارنوال ثناءلله نيازي ويلي وو حکومت د هايکورټ د مشر قاضي په وړاندې د جج ظفر اقبال په ضد د ريفرنس يا قضيې وړاندې کولو پرېکړه کړې ده.

وتلى قانونپوه او د اسلام اباد بار مشر راجا عليم عباسي په دغه حکومتي فيصله نيوکې کوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل که حکومت ګڼي چې جج يو طرفه وو غلطه فيصله یې کړې نو پکار ده چې د هغه په ضد بېځايه کاروایۍ په ځای قانوني لاره خپله کړي او د لاندې عدالت د فيصلې په ضد بره عدالت کې اپيل وکړي.

د هيواد په کچه د خبريالانو د تنظيم پي ايف يو جې عمومي سيکرټري ناصر زيدي تور لګوي وزير اعظم عمران خان او حکومتې وزيران د محسن بيګ په قضيه کې په عدالتونو فشار اچوي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه زياته کړې حکومت د محسن بيګ په ضد عدالت ته تللى دى او وایي که وزير اعظم عمران خان پاکستان کې د قانون سرلوړي خپله بيانيه کې سنجيده دى نو بايد عدالتي فيصلې ته صبر وکړي او دا قبوله کړي.

تېره ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت مرکزي وزير مراد سعيد د محسن بېګ په ضد ايف ای اې ته د ورکړي خپل خواست دفاع وکړه. مراد سعيد په محسن بيګ باندې د ذاتي حملو تورونه لګولي دي.

د وړاندې نه د بشري حقونو او خبريالانو تنظيمونه د پاکستان په حکومت باندې په مېډيا د فشار اچولو تور لګوي خو په مرکز کې واکمن تحريک انصاف ګوند دا الزمونه بې اساسه بولي او د مېډيا د آزادۍ د دفاع پخلى کوي.