د غربي نړۍ اؤ روسیې ترمنځ دکړکیچ جریان کې عمران خان سبا دماسکو په سفر روانیږي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سبا دچهارشنبې په ورځ د روس په دوه ورځنې سفر په داسې حال کې ماسکو ته روانیږي چې د یوکرین پر معامله د روس او غربي نړۍ ترمنځ کړکیچ د تاریخ لوړې کچې ته رسیدلی دی-

وزیراعظم عمران خان د روسې ټیلې ویژن سره مرکه کې ویلي چې د یو بل بلاک برخه به هم نه جوړیږي ځکه چې تیرو وختونو کې امریکې سره په ملګرتیا کولو پاکستان ستر تاوانونه لیدلي دي-

څېړونکي د روانو نړیوالو او سیمه ایزه حالاتو په تناظر کې ماسکو ته د وزیراعظم دغه سفر مهم ګرځوط، خو واېې وخت یې غلط دی .

وزیراعظم عمران خان ماسکو ته دا سفر د روس د صدر ولادیمیر پوټن په بلنه کوي چې تیرو ۲۳ کلونو په مهال دا روسیې ته د کوم پاکستاني وزیراعظم وړومبی سفر دی-

د بهرنیو چارو د وزارت له اړخه دخپور شوي بیان ترمخه د سفر په مهال به دواړه مشران د دوه اړخیزه اړیکو جاج اخلي او دتوانایۍ په پروژو کې پر مرستې به هم خبرې کوي-

د بیان تر مخه دغه لیدنو کې به په نړیوالو ستونزو، اسلاموفوبیا او د افغانستان په حالاتو هم خبرې کیږي-

د وزیراعظم دغه سفر که څه هم په څرکنده داقتصاد او سوداګرۍ په اړه دی، خو د نړۍ له اړخه ددې سفر سیاسې پیغام به زیات په نظر کې ساتل کیږي.

وزیراعظم عمران خان ماسکو ته داسفر په داسې حال کې کوې چې دلویدیځو هیوادونو او روس تر منځ د یوکرین پر معامله تاؤ ترخوالی ډیر زیات شوی دی-

تر دې وړاندې وزیراعظم عمران خان د روانې میاشتې په شورو کې د چین سفر هم په داسې حال کې کړی ؤ چې امریکا او غربې هیوادونو د چین په مشرتابه کې د ژمي د اولمپک سفارتي بایکاټ کړی ؤ-

وزیراعظم عمران خان روس ته دسفر نه وړاندې د روسې ټیلې ویژن سره مرکه کې ویلي د سوړ جنګ په مهال کله چې نړۍ په دوؤ برخو کې ویشل شوې وه نو پاکستان د امریکه په بلاک کې ؤ چې دې هرڅه مونږ د پرمختګ څخه ګرځولي وؤ اوس مونږ د یوه بلاک برخه هم جوړیدل نه غواړو-

هغه هیله څرکنده کړې چې د یوکرین ستونزه به د خبرو د لارې هواره شي ولې چې پوځې عملیات د ستونزو هواری نه دی-

څیړونکې د روانو نړیوالو او سیمه ییزه حالاتو په تناظر کې د وزیراعظم دغه سفر ډیر مهم ګرځوې-

د نړیوالو چارو پوهه پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي: دپاکستان دا فکر چې ځان د مغرب، روس او چین د جګړې څخه بهرساتي، ښه خبره ده، خو دې وخت کې هغه د جګړې مینځ ته روان دی-

هغه فکر لري چې د وزیراعظم روس ته سفر بد نه دی خو وایي ددې سفر وخت مناسب نه دی.

د پاکستان وینا ده چې د نړۍ ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو هیله مند دی او غواړي چې د هیوادونو سره دغه اړیکې خپل اقتصاد ته د ودې ورکولو د پاره پکار راولي-

پاکستان د ګیس د پائپ لاین پروژه کې هم دپرمختګ تمه کوي چې د روس په شراکت به د پاکستان د کراچۍ څخه قصور ته غځول کیږي.

دڅېړونکو په نظر دواړه هیوادونه نه یوازې د اقتصادي او دفاعې اړیکو د ژورولو هځې کوي بلکې د افغانستان په ګډون د مهمو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم یو شان نظر لري.

پروسکال د اپریل په میاشت کې د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اسلام اباد ته سفر کړی ؤ اؤ نوموړي ددغه سفر په ترڅ کې پاکستانې چارواکو ته د روس د صدر ولادیمیرد پوټین هغه پیغام هم ورکړی ؤ چې ماسکو د اسلام اباد سره هر رقم ممکنه مرستو ته چمتو ده.