ژوب: سي ټي ډي په عملياتو کې څلور تنه وژلي، ځايي خلکو د پېښې ضد د جسدونو سره احتجاج پېل کړی

د بلوچستان صوبې د سي ټي ډي چارواکو ويلي، د ژوب ضلعې په شهابزيي نومي کلي کې يې چاپه وهلې او په ځوابي ډزو کې يې څلور تنه وژلي دي. خو د وژل شوو کسانو کورنیو او د کلي شهابزي اوسېدونکو لخوا ويل کېږي چې وژل شوي کسان بې ګناه دي.

احتجاج کونکو د څلور وژل شوو کسانود جسدونو سره د کوټې ژوب لوی سړک د احتجاج په توګه بند کړی دی، د احتجاج له کبله د سړک دواړو لورو ته په ګڼ شمېر لوی او واړه د مسافرو ګاډي ودرېدلي دي.

د ژوب ضلعې د مرستيال کميشنر رمضان پهلال په خبره دا چاپه د ترهګرۍ د مخ نيوي د محکمې سي ټي ډي د پوليسو له لوري وهل شوې، او وي او اې ډيوه ته يې وويل،

" اوس سړک بند دی، مونږ له دوی سره خبرې اترې کوو، له شپې سي ټي ډي يو ځای کاروايي کړې وه او په هغه کې څلور تنه وژل شوي دي،اوس د هغوی خپلوان له جسدونو سره پر سړک احتجاج کوي او سړک يې بند کړی دی".

په وژل شوو کې د يو تن تره سردار صابر په وينا د نهې/ سه شنبې او چهارشنبې په منځنۍ شپه درې بجې د دوی پر کور چاپه وهل شوې ده.

هغه وويل، " زمونږ په کور کې مشران نشته، څوک په کوټه، څوک په کراچۍ او څوک په پنجاب کې دي، دوی(پولیس) چاپه وهلې ده، بل څوک ندي په لاس ورغلي بيا دوی کوچنيان( ماشومان) نيولي دي، چار ديواري يې پاماله کړې ده، پوليس پر ځينه( سېړۍ) باندې و کور ته ور اوښتي دي، بيا که د پوليس په شکل کې هر څوک دي، و کلا ته اوښتي دي ماشومان او مزدوران يې له خوبه راويښ کړ‎ي دي، دوی يې له کوره را ايستلي دي، هتکړۍ يې ور اچولې دي او بيا يې و ديواله ته درولي او په ګوليو يې پر سر ويشتلي دي، څلور سره وژل شوي کم عمره هلکان دي، درې نور ټپيان شوي دي".

د احتجاج کوونکي سردار صابر په خبره وژل شوي په يو ډول جرم کې نه لاس لري او نه هم د دوی پر ضد کومه مقدمه درج ده.

هغه پوښتنې را ولاړې کړي دي چې "د دې هلکانو کوم ګناه دی؟،د دوی نوم په کومه مقدمه کې سته ؟ دا هلکان د ريايست خلاف دي؟ کومه ترهګري يې کړې ده؟، له ترهګرو سره ملګري دي، که ترهګر دي ؟ کومه مسله ده؟، دغو هلکانو په کراچۍ او اسلام باد کې سبق وايۍ، په چوټۍ راغلي و او دغه دي شهيدان يې کړل".

چې کله له مرستيال کميشنر رمضان پهلال څخه وي او اې ډيوه وپوښتل چې د احتجاج کونکو له لوري دا ويل کېږي چې وژل شوي کم عمره ځوانان دي او په کومه مقدمه کې يې نوم هم نشته او نه هغه په کوم جرم کې ککړ دي.

مرستيال کمشنر په ځواب کې وويل،" پدې اړه مونږ ريکارډ ګورو او پدې اړه پلټنې روانې دي".

د سي ټي ډي د پوليسو لخوا پدې اړه تفصيلي موقف ورکولو څخه ډډه کېږي خو يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط و ډيوه ته دومره وويل چې "د سي ټي ډي پوليسو لخوا چاپه وهل شوې او څلور تنه په ځوابي بريد کې وژل شوي دي".

خو د چارواکي لخوا ډيوه ته دا ونه ښول شوه چې وژل شوو کسانو په کوم جرم کې لاس درلود او په کومه مقدمه کې پوليسو ته مطلوب و وکه نه، او نه هم دا وښول شوه چې دوی په ياده سيمه کې د څه لپاره چاپه وهلې وه؟.

بل لوري ته د ژوب د پوليسو اېس اېس پي خليل الله وي او اې ډيوه ته وويل چې د شپې په مهال وهل شوې چاپه کې د ژوب پوليس چارواکو برخه نده اخيستې.

هغه وویل " زمونږ هم سر نه په خلاصېږي چې څه ډول مسله ده، مونږ نه يو ورغلي، مونږ چاپه نده وهلې، مونږ پدې اړه معلومات کوو چې چاپه چا وهلې ده؟، موږ خپل تفتيش کوو، چې تفتيش تر سره ورسوو بيا حال درکوو، او د دې خلکو( وژل شوو د کورنۍ) بديانې( قبيلوي شخړې) هم شته".

احتجاج کونکي وايي په پېښه کې د ککړو خلکو، چا چې چاپه وهلې په اړه معلومات نه وي ورکول شوي او د هغوی پر ضد مقدمه نه وي درج کړل شوې تر هغه به خپل احتجاج ته دوام ورکوي.