شهباز شریف سره داختر مینګل لیدنه،دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کې یې دمرستې باور ورکړی

پاکستان کې دحکومت مخالفو ډلو لخوا د وزير اعظم عمران خان د حکومت په ضد د بې باورۍ دتحريک مخې ته د راوړلو داعلان نه وروسته حکومت او اپوزیشن ګوندونو خپل،خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي.

دبلوڅ ملت پاله ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر اختر مينګل هم لاهور کې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف سره لیدلي اؤ هغه ته یې دعمران خان په ضد دبې باورۍ تحریک کې دخپل ګوند له لوري دملاتړ ډاډ ورکړی دی.

څيړونکي وايي داسې ښکاري چې مخالفو ګوندونو ته لا تر اوسه د تحريک د کاميابۍ لپاره دپکار غړو ملاتړ تر لاسه نه دى ځکه دوئ د تحريک وړاندى کولو نيټه نه اعلانوي.

لاهور کې د مخالفو ډلو مشر شهباز شريف سره له لېدنې وروسته اختر مينګل وويل د دوئ ګوند به د بې باورۍ د تحريک ملاتړ کوي.

ملت پاله سیاسي مشر اختر مینګل تور ولګولو چې بلوچستان تل د خپل حقونو نه محرومه ساتل شوى چې له امله ېې د صوبې ولس په بغاوت مجبوره شوى دی.

هغه وويل اوس هم د يو نوې سياسي قيادت د لارې د بلوچستان شخړه هواريدلى شي خو دې لپاره به لومړى د بې درکه تنانو شخړه هوارول وي.

ملت پاله ګوندونه او دبشري حقونو تنظيمونه د خلکو دجبري بې درکیو دپېښو پسر په پوځي استخباراتي ادارو نیوکې کوي خو د پاکستان پوځ دا تورونه بې اساسه بولي.

په دې موقعه قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر شهباز شريف د وزير اعظم عمران خان دحکومت په ضد د بې باورۍ تحريک لپاره د هلو ځلو پخلى وکړو که خو له دې ويلو یې ډډه وکړه چې دا تحريک به دوئ قامي اسمبلى ته کله وړاندى کوي؟

په ٣٤٢ غړو ګډ د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند دغړو شميره ١٥٥ ده.

قامي‌اسمبلۍ کې دحکومت د اتحادي مسلم ليګ ق د٥، دايم کيو ايم د٧ ،جي ډي اى د٣ ،د باپ ګوند د٥، د عوامي مسلم ليګ او جمهوري وطن پارټي ديو يو غړي سره د حکومت او اتحادي ګوندونو دغړو شميره ١٧٩ ته رسيږي.

د بې باورۍ دتحریک کاميابولو لپاره اپوزیشن ته ١٧٢ ووټونه پکار دي او داوخت د مخالفه ګوندونو د غړو شمير ١٦٢ دی.

وتلى خبريال او څيړونکی اويس توحيد وايي داسى ښکاري چې مخالفو ګوندونو ته لا تر دې دمه د تحريک د کاميابۍ لپاره د پکار غړو ملاتړ نه دی ترلاسه ځکه دوئ د بې باوري دتحريک وړاندې کولو ورځ نه اعلانوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل خو بيا هم مخالفه ګوندونه د حکومت په ضد په دى تمه فشار زياتوي چې وزير اعظم عمران خان غلطي وکړې او د حکومت او پوځ ترمنځ اختلافات جوړ شي.

بل اړخ ته د تحريک د ناکامۍ لپاره حکومت هم خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړې دي او په دې اړه د قامي اسمبلۍ داسپيکر اسد قيصر په مشرۍ جوړې د مرکزي وزيرانو کميټۍ تيره ورځ غونډه کې پريکړه کړې وه چې د بې باورۍ تحريک لپاره کيدونکې دقامي اسمبلۍ غونډه کې به حکومتي غړي ګډون نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخالفه ګوندونه دعوه کوي د واکمن تحريک انصاف ګوند مرورو غړو ورته د بې باورۍ تحريک کې د مرستو باور ورکړى دى.

حکومتي وزيران دعوه کوي چې د مخالفو ګوندونو دغه تحريک به ماتې سره مخ کيږي او د دفاع وزير پرويز خټک خبردارى ورکړى د تحريک په حق کې راېې ورکونوکي حکومتي غړى به د خپلو څوکیو نه محرومه کيږي