پاکستان کې دتیلو دبیعو لا لوړیدو امکان ښودل شوی دی

نړیوال مارکیټ کې دخامو تیلو د زیاتو بیعو او د ډالر په پرتله د روپۍ ارزښت کې دکمي له امله پاکستانی مطبوعات وایي چې د راتلونکې مارچ دمیاشتې وړومبۍ نیټې نه د پټروليم مصنوعاتو په بیعو کې دیو لیټر پسر د لسو روپو نورې اضافې احتمال دی.

خیبر پښتونخوا کی د ګاډو روزګار سره تړلي ځایی اوسیدونکي اندیښمن دي چې دتیلو بیعو لوړیدو سره به روزګارونه نور هم اغېزمن شي .

داقتصاد پوهانو وینا ده چې د روس له خوا په یوکرین له حملې وروسته خام تیل هم ګران شوي او دپاکستانې روپۍ نرخ د ډالر په پرتله راکم شوی او د هغې اثرات د تیلو په بیعو کیږي.

په خیبر پښتونخوا مردان ښار کی د ټرانسپورټ یا ګاډو د روزګار سره تړلی محمد علی وایي که د تیلو نرخونه هر 15 ورځې وروسته په دې رفتار سره خېژي نو روزګار به پاتی نه شي.

هغه وایي حکومت خپل خرڅونه نه راکموي او ټول زور بیا غریب ولس ته لاړ شي.

محمد علی زیاتوي پارلیمان کې ناستو ولسي نماینده ګانو ته پټرول او ډیزل دسرکار نه ترلاسه کیږي خو معاشي قتل عام د کاروبار کوونکو روان دی .

هغه وایي "دا حکومت د غربت ختمولو په نعره راغلی ؤ خو اوس لګیا دی غریبان ختمول غواړي"

دنوموړي په وینا د یو ګاډي سره د 5 نه 10 پورې کسانو روزګار تړلی وي او که ډیزل ګران شي نو د 10 کورنیو د کورونو انغری ساړه شي.

د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه ډاڼ دمرکزي حکومت دسرچینو په حواله وایي د مارچ د میاشتې نه به پټرولیم مصنوعاتو کې دیو لیټر پسر 10 روپۍ اضافه وشي.

د ورځپاڼې له مخې ددې اضافي سره به پټرول 5.60لیټر او ډیزل 4.50 روپۍ ګران شي او دې کې 4روپۍ لیټر پټرولیم لیوي له دې علاوه ده .

خو ددې ترڅنګ مرکزي حکومت وایې په پټرولیم مصنوعاتو یې جنرل سیلز ټیکسونه ختم کړي دي.

تر دې وړاندې مرکزي حکومت د روانې میاشتې په 16مه نیټه پټرولیم مصنوعات 12 روپۍ لیټر ګران کړي وؤ اؤ دا وخت د پټرولو دیو لیټر بيعه 160 روپۍ ده او ډیزل په 148 روپۍ لیټر خرڅیږي .

دپاکستان مرکزي حکومت وایي په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو بیعې لوړې شوي چې له امله یې په مجموعي توګه په ګرانۍ کې هم اضافه شوې ده .

په دې هکله د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وي او ای ډيوه ته وایي په نړیواله کچه دخامو تیلو دزیاتېدونکو بیعو له امله په پاکستان هم اغېزې کیږي.

هغه وایي یوازی دا نه چې تیل ګرانیږی بلکې ددې په وجه د پاکستان درامدي بل کې هم اضافه کیږي او ورسره د تجارتي خسارې په وجه پاکستاني روپۍ هم کمزورې کیږې.

نوموړی وایي د روپۍ بيعه د ډالر په مقابله کې کمیږي او پاکستان ته بیا د پیسو په بېرته ستنولو کې مشکلات مخې ته راځي او د هغې بوج بیا په عامو وګړو پریوځي.

دوه ورځې وړاندې په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو بيعه 105 ډالره بيرل ته رسیدلې وه خو اوس هم دا بيعه د 100 ډالره في بيرل نه زیاته ده .

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان حکومت د پور اخستو په وخت نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره منلې ده چې هره میاشت به پټرولیم لیوي کې 4 روپۍ د لیټر پسر اضافه کوي‌ او دا وخت حکومت په پټرولو نزدې 18 روپۍ لیټر لیوي اخلي،

همداشان په ډیزلو 13.30روپۍ، په لایټ ډیزلو 9.50 روپۍ او د خاورو په تیلو 5روپې لیټر لیوي اخستل کیږي او دا رقم په قابل تقسیم محاصلو کې شامل نه دی.