بلدیاتي ټاکنې،دواڼا دتحصیل چئیرمین څوکۍ لپاره د درېوؤ کاندیدانو کاغذونه مسترد

دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزيرستان کې دکېدونکو بلدیاتي ټاکنو په لړ کې د وانا تحصیل دچئیرمن څوکۍ لپاره د دریوؤ کاندیدانو کاغذونه رد کړل شوي دي.

الیکشن کمیشن وایي د وانا تحصیل دچئیرمین دڅوکۍ لپاره چې دکومو کاندیدانو کاغذونه نه دي منل شوي هغې کې ازاد کاندید تاج محمد، د جمعیت علماء اسلام (ف) مولانا صالح او په مرکز اؤ صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف کاندید عجب ګل وزیر شامل دي.

ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې په ۳۱مه نیټه د جنوبي وزیرستان په ګډون د صوبې اتلسو ضلعو کې د دویم پړاؤ بلدیاتي ټاکنې کیږي .

دالیکشن کمیشن له مخې د جنوبي وزیرستان په درېوؤ تحصیلونو 43 کسانو د تحصیل دچیرمین په څوکۍ کاغذونه جمع کړي چې دې کې د20 کسانو کاغذونه یوازې دیادې ضلعې دمرکز وانا دتحصیل چئیرمین لپاره دي.

د جنوبي وزیرستان داليکشن کميشن کوارډینیټر یا رابطه کار محمد بلال وي او ای ډیوه ته تاید کړه چې دکومو کاندیدانو کاغذونه رد کړل شوي دي د الیکشن کمیشن سره د هغوئ جمع شوي فارمونه د تحصيل چيئرمېن په معيار برابر نه وؤ اؤ هغوئ پخپلو فارمونو کې دتحصیل چیرمین په خانه کې تحصیل مئیر لیکلي وؤ.

هغه وویل دا فیصله اپیلټ کورټ ته لیږل شوې او عدالت ته ویل شوي چې دا په تیروتنه شوي خو عدالت نن د دوئ کاغذونه رد کړل او انتخاباتو کې د کاندید په توګه دبرخې اخستو اجازه یې نه ده ورکړې.

هغه وویل د ټاکنو عمل کې برخې اخستو لپاره دغو کاندیدانو برنیو عدالتونو کې د کیس کولو لارښونه شوې ده.

ازاد کاندید تاج وزیر تاید کړه چې د دئی کاغذونه رد کړی شوي او د الیکشن کمیشن نه دوئ ته د بیا بحالۍ لپاره په برنیو عدالتونو کې د کیس کولو لارښوونه شوې.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه په دې پریکړه د افسوس څرګندونه وکړه چې دا سیمې نوې په صوبه کې شاملې کړی شوی او خلکو ته دمئیر او تحصیل چیرمین په اړوند معلومات نه وؤ ورکړل شوي.

هغه زیاته کړه دوئ به اوس د صویې تر ټولو لویې عدالت پیښور هایی کورټ ته ځي او دعدالت د لارې به بیا بحال شي.

د خېبر پښتونخوا صوبې په ۱۸ ضلعو کې روانه د مارچ په مياشت کې د دویم پړاؤ بلدیاتي ټاکنې کيږي او د صوبايي الېکشن کمېشن تر مخه ددې لپاره ټولې تيارۍ سرته رسول شوي دي.

د دې نه وړاندې څه ۱۷ ضلعو کې بلدياتي ټاکنې شوې دي.

روانه مياشت کېدونکو ټاکنو لپاره څه ۳۲ زرو نه زیاتو اميدوارانو خپل کاغذونه جمع کړي دي.