دپاکستان دسیاسي اؤ پوځي مشرتابه مهمې غونډې ته څېړونکي په څه نظر ګوري؟

ټاکل شوې نن دپاکستان د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ د سياسي او پوځي مشرتابه غونډه په داسې وخت کيږي چې د غربي نړۍ مهم هيوادونه د پاکستان څخه په اوکراین د روسیې دحملې پسر د روس د غندنى غوښتنې کوي .

څيړونکي وايي که څه هم د اوکراين شخړې پسر د پاکستان دبې پلوه پاتى کيدو تګلاره د پاکستان او يورپ ترمنځ په اړيکو بد اثرات غورځولى شي خو بيا هم دوئ نه ويني چې نن له کيدونکۍ غونډه وروسته به د پاکستان په تګلاره کې سمدستې څه بدلون راشي.

دپاکستاني ميډيا ترمخه د وزير اعظم عمران خان په مشرۍ دسياسي او عسکري قيادت غونډه کې به دملکي امنيت او د سيمي د چارو جاج اخستل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ اسلام اباد کې د اوکراين سفير پاکستان نه د روس د حملو مخنيوي لپاره دفعاله کردار لوبولو غوښتنه کړې وه.

هم تيره ورځ اسلام اباد کې ميشت د يو شمير مهمو غربي هيوادونو سفيرانو د يو مشترکه بيان د لارې د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د اوکراین ديرغل پسر باید پاکستان د روس غندنه وکړي.

د پاکستان حکومت دريځ لري چې د اوکراین په شخړه دې د زغم نه کار واخستل شي او د طاقت پځائ دې د خبرو اترو لاره خپله کړل شي.

څيړونکی ډاکټر حسن عسکري وايي دا وخت د ټولې نړۍ سترګى د اوکراین شخړلى پله دي او د وزير اعظم په مشرۍ کيدونکې غونډه کې به د اوکراين په شخړه هم ضرور خبرې اترې کیږي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وویل د ېاکستان دبې پلوه پاتى کېدو دتګلارې له امله راتلونکي کې د پاکستان د يورپې هيوادونوسره اړيکو باندې بد اثرات غورځيدلى شي خو ددې باجود هغه نه ويني چي دغه ځانګړې غونډى وروسته به د پاکستان دريځ کې سمدستي څه بدلون راشي.

دا غونډه په حال کې کیږي چې د ډيورنډ په کرښه د ازغن تارلګولو په سر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د راپورته شوي تاؤ‌تریخوالي ترڅ کې تيره اوونۍ د چمن په پوله د دواړو هيوادونو دپوځونو ترمنځ نښتو کې دري تنان وژل شوي وؤ.

د دفاعي چارو بل يو څيړونکی بريګيډير (ريټايرډ) سيد نذير وايي نن کيدونکې غونډه کې د افغانستان په حالاتو او دغلته دموجودو لاقانونه ډلو تحريک طالبان پاکستان او دداعش پاکستان مخالفه فعالیتونو باندې هم دخبرو اترو احتمال شته.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې سيد نذير وويل پاکستان ددغه لاقانونه ډلو حملو کې راغلي زياتوالي باندې انديښمن دى.

نوموړي وويل غونډه کې د حکومت مخالفه ګوندونو لخوا د وزير اعظم عمران خان د حکومت په ضد اسلام اباد پله دکیدونکو احتجاجي لاريونونو پسر ملکي امنيت ته په راپىښو ننګونو هم غور کيدای شي.

دحکومت مخالفه پيبلز ګوند دچئیرمين بلاول بوټو زرداري په مشرۍ يو احتجاجي لاريون دامهال اسلام اباد ته مخه کړې ده اؤ بل ستر حکومت مخالفه ایتلاف پي ډي ايم د روانې مارچ مياشتې په ٢٣ نپټه پايه تخت ته د احتجاجي لاريون اعلان کړى دى.