دپاکستان حکومت په مشروط ډول د"پیکا"صدارتي ارډیننس بېرته اخستو ته امادګي ښودلې

د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چوهدري وايي حکومت د اليکټرانکي جرمونو قانون کې دبدلون په اړه پيکا صدارتي ارډيننس بيرته اخستى شي خو دې لپاره ضروري ده چې دميډيا تنظيمونو ګډه کاري کميټه په ټاکلي شوي وخت کې دقانون سازۍ لپاره خپلې سپارښتنې منظورې کړي.

خو دمیډيا تنظیمونو کاري یا ايکشن کميټۍ کې شامل دخبريالانو دلویې سازمان پي ايف يو جی عمومي سکتر ناصر زيدى دغه حکومتي وړانديز ردوي او وايي حکومت دی لومړى پيکا ارډيننس بيرته واخلي بيا دوئ دميډيا اصلاحاتو لياره حکومت سره مذاکرات کولى شي.

د يو شخصي ټې وي سره خبرو کې د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ويلي حکومت د پيکا ارډينينس په معامله دخپل اتحادي مسلم ليګ ق ګوند مشر پرويز الهي ته دمنځکړتوب واک ورکړى دى.

مرکزي وزير وويل د خلکو د سپکاوي او جعلي خبرونو مخنيوي لپاره ضروري ده چې دميډيا د څار لپاره ضابطې وټاکلى شي.

دهغه په وینا "حکومت ګڼي چې په دې اړه قانون سازۍ لپاره که دميډېا تنظيمونو ګډه ايکشن کميټي د پرويز الهي سره کښيني او په ټاکل شوي وخت کې سپارښتني منظوروي نو حکومت هم دپيکا ارډیننس بيرته اخستى شي"

تيره مياشت دپاکستان صدر عارف علوي اليکټرونکي جرمونو سره تړلي قانون کې دبدلون ارډيننس جاري کړى ؤ چې ترمخه ېې حکومت دجعلي خبرونو دمخنيوې پسر وړاندى نه ټاکل شوې دوه کاله دبند سزا پينځوؤ کالو ته سیوا کړې او ددې ترڅنګ د پلټنو مرکزي ادارې ايف ایي اى ته دجعلي خبر پسر دیو تن بغير د وارنټ نه د نيولو واک ورکړی ؤ.

حکومت مخالفه ګوندونه، دبشري حقونو، وکيلانو او د بريالانو تنظيمونه دغه ارډينينس ته سخت غبرګون ښايي او دا يو ظالمانه قانون ګرځوي.

دخبريالانو ،دټيلي ويژن چينلو دمالکانو او مديرانو تنظيمونو باندې ګډې جاینټ ايکشن کميټۍ اسلام اباد هايکورټ کې ددغه ارډينينس په ضد خواست هم ورکړى دى.

جاينټ ايکشن کميټۍ کې شامل دهيواد په کچه دخبريالانو دتنظيم پي ايف يو جی عمومي سکتر ناصر زيدي د اطلاعات دمرکزي وزير فواد چوهدري وړانديز رد کړي دى.

وي او اى ډ يوه سره خبرو کې هغه وويل پيکا ارډينينس د ملکي دستور په اساس د رایې د اظهار د خوندي ساتلو د اړونده مادو په ضد دى ځکه دوئ ګڼي چې لومړي دې حکومت د ملکي دستور په ضد دغه ارډیننس بيرته واخلي بيا دوئ د حکومت سره دميډيا اصلاحاتو لپاره مذاکرات کولى شي.

بل اړخ ته مخالفو سياسي ګوندونو پرېکړه کړې ده چې دپيکا ارډينينس معامله به پارلیمان کې راپورته کوي.

دحکومت مخالفه جمعیت علماء اسلام ف ډلې سينیټر کامران مرتضا لخوا سينيټ ته د ورکړى شوي خواست ترمخه دپيکا ارډيننس په ضد خبريالان ګرد هيواد کې احتجاجونه کوي ځکه سينيټ دې په دې معامله بحث وکړي.

دبل حکومت مخالفه پيپلز ګوند دغړي آغا رفيع الله لخوا قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړى شوي خواست کې د پيکا ارډيننس رد کولو لپاره اسمبلۍ کې قرارداد وړاندې کولو غوښتنه شوې ده.