پولیس وایي دبلوچستان دسر ښار کوټې د نوي کلي په پښتونستان چوک نومي سېمه کې په دوو کورونو کې د وسلوال بريد له امله شپږ تنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوی دی.
دنوي کلي پولیس تاڼې یو چارواکي حفيظ الله وي او ای ډيوه ته د ټيليفون له لاري وويل چې تیر ماښام يو تن وسلوال په دوؤ جلا جلا کورونو کې دزې کړې دي چې په نتيجه کې يې شپږ تنه وژل شوي دي،
د حفيظ الله په خبره له لومړیو پلټنو ورته دا څرګنده شوې ده چې بريد ګر او د وژل شوؤ ټولو يوه کورنۍ ده او پېښه د کورنۍ شخړې په نتيجه کې رامنځ ته شوې ده۔
هغه وايي د پېښې نورې پلټنې روانې دي.
“موږ اوس ﺭوغتون ته راغلي یو، لوړ پوړي چارواکي هم راغلي دي، چارواکي پر دې موضوع کار کوي، افسران تفصیلي رپورټ جوړوي، دا کورنۍ شخړه ښکاري”
د کوټې سيول روغتون وياند وسيم بيګ وايې روغتون ته يې د دریوؤ میرمنو په ګډون دپينځو تنو مړي او دوه ټپي ماشومان ور وړي وو چې وروستو د درملنې پر وخت يوه ټپي ماشوم هم ساه ورکړه
“د مړو شمېر شپږ شو، درې زنانې دي، درې نارینه دي، ټول په ګولیو ویشتل شويدي”
د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي غیردولتي اداره «عورت فاونډېشن» وايي په بلوچستان کې پر ښځو د تشدد او په کورنيو شخړو کې زياتوالی راغلی دی.
د يادې ادارې رپورټ دی چې په تيرو دوو اونيو کې يوازې د کوټې ضلعې په بيلا بېلو سيمو کې د دریوؤ ښځو مړي موندل شوي چې ورباندې تشدد شوی دی،
په رپورټ کې ويل شوي چې په مړؤ شوو زنانه و کې له يوې زنانه سره جنسي تيری هم شوی ؤ،
دا رپوټ زیاتوي په 2021م کال کې په بلوچستان کې 129 پېښې رامنځته شوي ، او په ايالت کې هره ورځ يوه ښځه وژل شوې يا هم ځورول شوې ده۔