د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر د افغانستان لپاره خصوصي استازي په افغانستان کې د خوراکي کموښت، د ماشومانو درملنې او نورو ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې حالات نور خرابېدو اړخ ته روان دي بايد د افغان اولس مرستې وکړی شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي سېکتر د افغانستان لپاره خصوصي استازي ډاکتر رميز الاکبارو ويلي چې افغانستان کې اولس د خوراکي کموښت او لوی بحران سره مخ دي او دا شمېره د جولايۍ د مياشت نه د 14 ملينو نه د مارچ د مياشت پورې 33 ملينو ته رسېدلې ده.
نوموړي د نهې/ سه شنبې په ورځ ويلي بندېزونو په هېواد کې ماشومان او زنانه د جسماني او نفسياتي ستونزو سره هم مخ کړي دي او دا وخت 95 فيصده افغانان په هېواد کې پوره خوراکي توکي نه لري.
نوموړي په خپل بيان کې هغه تصويرونه هم ښودلي چې په يو روغتون کې د غذايي کموښت ښکار ماشومان په لويه شمېره کې پراته دي او ځيني پکې بيا دومره کمزوري دي چې حرکت هم نه شي کولی.
الاکبارو ويلي د معاشي ستونزو، د خوراکي توکيو او تېلو د نرخونو زياتېدو له امله 80 فيصده اولس په قرضونو اخستلو هم مجبوره شوي دي، بايد دا تريخ حقيقت هېر نه کړی شي.
نوموړي زياته کړه چې ملګري ملتونو او د دوي ملاتړي پوره هڅې کوي چې خوراکي کموښت او لوږه کمه کړي او روان کال شاوخوا اته مليونه خلکو ته خوراکي مرستې ورکړل شوي دي.
نوموړي وويل د افغانستان په 28 ولايتونو کې د درې نيم مليونه نه زيات ماشومان خوراکي توکيو او غذايي درملنې ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو خصوصي استازي په ټولو غړو هېوادونو غږ کړی چې د افغانستان د اولس د ژوند بچ کولو لپاره خپله برخه کردار ولوبوي.
د تېر کال د اګست په 15 د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان کې معاشي ستونزې مخ په زياتېدو دي.