امریکې دلته د مېشتو افغانانو لپاره د لنډمهالې اوسېدنې او د کار د اجازې نوی پروګرام اعلان کړی

واشنګټن ـــــ د امریکې حکومت هغوی افغانانو ته د لنډ وخت لپاره د اوسېدو او د کار اجازه ورکوي چې د تېر کال د اګست له 15مې را وروسته تر مارچ میاشتې پورې امریکې ته راغلي او تر اوسه د دایمي اوسېدو قانوني حیثیت نه لري.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د امریکې د کورني امنیت ادارې ډي ایچ ایس د شورو- چارشنبې په ورځ‌ ویلي، چې د ټمپرېري پروټیکټیډ سټېټس یا د لنډمهاله خوندي‌ حیثیت له پروګرام څخه به 72,500 افغانان ګټه واخلي.

د ټي پي ایس په نوم د دې پروګرام له مخې به هغو 2,000 افغانانو ته د لنډمهالې اوسېدنې او کار اجازه ورکړل شي، چې د زدکړې، کار او سیل په ویزو امریکې ته راغلي او د طالبانو د واکمنۍ له کبله بیرته افغانستان ته نه شي ستنېدای.

رایټرز وایي د دې نوي پروګرام له مخې به ددغو افغانانو د استوګنې او د کار د اجازې موده د مارچ له 15مې پیلېږي او یو نیم کال یعنې اتلس میاشتې به دوام کوي، خو وایي کېدای شي په دې موده کې د دوی قانوني حیثیت بدل شي.

د طالبانو له واکمنېدو سره په لکونو افغانان نه يواځې ګاونډیو هېوادونو ایران، هندوستان او پاکستان بلکې د امریکې په ګډون ډېرو یورپي هېوادونو ته د طالبانو له خوا د امنيتي چېلنجونو له کبله کډوال شول او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د امریکې ولسمشر جوبایډن- چې د ډیموکرېټ ګوند دی- د انساني ژغورنې په بنیاد د هغو مهاجرینو شمېر زیات کړی چې د ټي پي ایس پروګرام په شرایط برابر دي، خو مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ- چې ریپبلکن دی- امریکې ته د مهاجرینو د راتګ مخه نیولې وه.

د لنډمهالې اوسېدنې او کار د اجازې له دې پروګرامه د نړۍ د هېوادونو هغه خلک هم ګټه اخیستلای شي چې په امریکا کې بې له کوم قانوني حیثیت لرلو اوسېږي او د تاوتریخوالي، قدرتي افتونو یا کومې بلې بېسارې پېښې له کبله خپلو هېوادونو ته نه شي‌ ستنېدلای.

د امریکې د داخلي امنیت وزیر الیجندرو ماریوکس د شورو- چارشنبې په ورځ په افغانستان کې د طالبانو له خوا د وسلو په زور د واک تر لاسه کولو، د داعش بریدونو، بشري او اقتصادي بحران ته په کتو په یو بیان کې ویلي:

"دغه پروګرام به [زموږ] باوري همکاران او هغه زیانمن شوي افغانان هېواد ته له ستنېدو وژغوري چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان د امریکې د پوځي، سفارتي او بشري چارو مرسته کړې ده".

امریکې دا نوی پروګرام په داسې وخت کې اعلان کړی چې د طالبانو حکومت له هېواده د وتلیو افغان شخصیتونو د ور ستنولو لپاره یو کمیشن جوړ کړی دی.

د دې نوي کمیشن مشري د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزیر مولوي شهاب الدین دلاور کوي او شپږ نور اعلی طالب چارواکي هم پکې شامل دي، خو طالبانو پخپله اعلامیه کې تر اوسه دا نه دي ویلي چې دوی کوم افغان شخصیتونه ور ستنول غواړي.

له افغانستانه د را وتلو په پروګرام کې امریکې ته یو شمېر راغلي افغانان مخکې لا په امریکا کې مېشت شوي ‌دي. په دوی کې یې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، خبریالان، د مدني او بشري حقونو فعالان او د مخکیني حکومت چارواکي شامل دي.

په دوی کې اکثرو ته یې د کار اجازه او نور اړوند اسناد ورکړل شوي،‌ خو لا یې هم په امریکا کې د دایمي اوسېدو اسناد نه دي اخیستي. د مهاجرت ځینو ادارو هلې ځلې پیل کړې دي چې له افغانستانه د را وتلو په پروګرام کې نویو راغلیو افغانانو ته د امریکې د دایمي اوسېدو حیثیت «ګرین کارډ» ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د تېر کال د اګست له پینځلسمې راهیسې تر یو لک زیات افغانان امریکې «د ملګرو د هرکلي عملیاتو» په ترڅ کې خپل هېواد ته راوستي دي.