د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې د پولیس یو حوالدار په ډزو وژل شوی تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې.
د ډېره اسماعیل خان د پوليسو وياند امتیاز وي او اې ډیوه ته تايد کړې چې دغه پېښه نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (28 مارچ) د ډېره اسماعیل خان کلاچي تاڼې په علاقه کې رامنځته شوې ده او حوالدار عبدالروف پکې وژل شوی دی.
لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې ده. او ویلي دي نوموړي پوليس ادارو ته د دوی مخبري کوله.
کلاچي د ښار نه نزدې 40 کلو میټره لرې سوېل لودیځ سیمه ده او دغلته په تېر وخت کې د صوبې دوه وزیران اسرار ګنډاپور او اکرام ګنډاپور په ځانمرګي بریدونو کې وژل شوي وو.
د پولیسو ویاند وویل د نوموړي د وژنې مقدمه د ترهګرۍ د مادو لاندې د نا مالومه کسانو پرضد درج کړی شوې او د پېښې د بېلابيلو اړخونو نه پلټنې کوي.
د ضلعې د پولیسو مشر نجم الحسن ویلي، په پېښه کې ککړ عناصر به نه پرېږدي.
په خېبرپښتونخوا صوبه او په ځانکړي ډول ډېره اسماعیل خان ضلع کې وخت په وخت په پولیسو دغه ډول بریدونه کيږي.
د پولیسو په خبره روانه میاشت په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پرضد بیلا بیل پینځه ترهګر بريدونه شوي دي. چې پکې د پولیسو پینځه عسکر وژل شوي.
د دغه بریدونو زیاتره زمه دارې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې دي.
ورستې برید دو ورځې وړاندې صدر تاڼې په حدودو کې د پولیسو یو ریټایرډ افسر وژل شوې او تر دغه برید یوه ورځ وړاندې درابن کلا سیمه کې د نا مالومه کسانو په ډزو کې د پولیس یو عسکر وژل شوې او بل ټپي شوې وو.
د اګست په میاشته کې جاري کړی شوو سرکاري شمیرو تر مخه په تیرو 20کالو کې د خیبر پښتونخوا صوبې دننه دترهګرۍ په بیلابیلو پېښو کې لږ تر لږه 1508 پولیس سرتیري او افسران وژل شوي دي او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.
همدا شان په دې شلو کالو کې په خیبر پښټونخوا کې دوه ډي ایي جیز چې پکې یو د صوبې د پولیسو مرستیال مشر صفت غیور هم شامل دې،یو ایس ایس پي،،شپږ ایس پي،17 ډي ایس پي افسران،32 انسپکټران،125 سب انسپکټران ،85 ای ایس ایي افسران،او 152 حولداران وژل شوي.
همدا شان 1087 دپولیس سپاهیان هم په دې جګړه کې قرباني شوي چې ښځینه پولیسې هم پکې شامل دي..
په وژل شوي سپاهیانو او افسرانو کې زیات شمیره د ډیره اسماعیل خان پولیسو وه.
په وروستیو کې د خېبرپښتونخوا صوبې د پوليسو مشر معظم جان انصاري په راتلونکې کې د صوبې د امنیت دپاره د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان (ټي ټي پي) په پرتله داعش خراسان غټه خطره بللې وه خو درې ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې سي ټي ډي په یو بیان کې ویلي، په تېرو درېو میاشتو کې په صوبه کې د ترهګرۍ 72 پېښې شوي او په ټوله صوبه کې د استخباراتي مالوماتو په اساس 644 عملیات شوي او د پېښور د کوچه رسالدار په پېښه کې د ککړو سهولت کارو په ګډون پکې 19 ترهګر وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته کړی شوې ده، چې په دغو عملياتو کې 65 کلوګرامه چاودېدونکي توکي، 76 لاسي بمونه، يو خودکش جيکټ، 10 د ايس ايم جي ټوپک او 36 د آر پي جي مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.