اسد عمر:وزیراعظم تیار دی چې له ګواښونو ډک لیک دسپریم کورټ مشر قاضي سره شریک کړي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تور لګوي چې د خپلواکه خارجه تګلارې خپلولو پسر دبهرنيو طاقتونو په ملاتړ دده خلاف دبې باورۍ تحريک اسمبلۍ ته وړاندى کړل شوى دى او مرکزي وزير اسد عمر وايي وزير اعظم غواړي هغه مراسله د سپريم کورټ مشر قاضي سره شريکه کړي چې ترې ددغه سازش پخلى کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې وخت د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک کې د واکمن تحريک انصاف ګوند دمرورو پارليماني غړو رایې فیصله ییز حيثيت لري او هم دمشر قاضي عمر عطا بنديال په مشرۍ د سپريم کوټ پينځه کسيزه بينچ ددغو غړو د ووټ دقانوني حيثيت په هکله د حکومتي ريفرينس اوريدنه کوي.

د دوشنبې په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت مرکزي وزير اسد عمر وويل دغه مراسله د بې باورۍ تحريک نه وړاندې خارجه دفتر ته تر لاسه شوى وه چې پکې د اسد عمر په خبره ويلي شوي دي غوره به دا وي چي عمران خان نور د پاکستان وزير اعظم پاتې نه شي او دا که د هغه په ضد د بې باورۍ تحريک ته ناکامیږي نو ددې سنګينې نتیجې مخى ته راتلى شي.

اسد عمر تور ولګولو په دې کې هيڅ شک نيشته جي برتانيه کې مېشت پخوانی وزير اعظم نواز شريف دې بهرني سازش کې نپغ په نيغه ککړ دى.

نوموړي وويل حکومت دا مراسله عسکري قيادت ته هم ښودلې ده.

د وزير اعظم عمران خان لخوا د بې باورۍ دتحريک ترشا دبهرنيو طاقتونو دککړتيا تورونو ته غبرګون کې مخالف ګوندونه دا لويه ټوکه بولي.

تيره ورځ اسلام اباد کې جلسې ته وینا کې د مخالفه مسلم ليګ نواز ګوند مرستيال مشرې مريم نواز وويل چې کوم وزير اعظم سره په خپل هيواد کې څوک خوله نه ګډوي نو بهرني ملکونو به ولې د هغه په ضد سازشونه کوي.

دمريم نوار په خبره دا هغه عمران خان دى چې هڅې ېې کولې د امريکا صدر جو بایډن ورته ټيلفون وکړي او اوس برعکس په امريکا تورونه لګوي.

دا په داسې وخت کې ده چې چې څېړونکي وایي د مسلم ليګ (ق )ګوند لخوا د حکومت او د باپ ګوند لخوا د مخالفو ډلو سره د مرستو د اعلانونو وروسته د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ تحريک کې د واکمن تحريک انصاف نه د مرورو پارلیماني غړو رایې فیصله ییز حيثييت لري او هم د مشر قاضي عمر عطا بنديال په مشرۍ د سپريم کوټ پينځه کسيزه بينچ ددغه غړو د ووټ قانوني حيثييت په اړه د حکومتي قضيې اوريدنه کوي.

د دحکومت مخالفو ډلو لخوا د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک بحث او راېې اچولو لپاره د قامي اسمبلى غونډه د راتلونکي زيارت د ورځې نه پيل کيږي.

څيړونکي د وزير اعظم عمران خان او د ملکي سياست لپاره دا ورځ دوه ډيرې مهمې بولي او د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد وايي د راتلونکي دوشنبې د ورځې نه وړاندى به دا تحريک فيصله شي.

د٣٤٢ غړو په څوکیو راجوړې قامي اسمبلۍ کې دبې باورۍ د تحريک د کاميابولو لپاره اپوزیشن ګوندونو ته ١٧٢ ووټونه پکار دي او مخالفه ګوندونه ددې نه دزياتو غړو دملاتړ لرلو دعوه کوي خو حکومتي وزيران دا ردوي او وایي د بې باورۍ تحريک به دماتې سره مخ کیږي