لیزا کرټیس:عمران خان دا خبره له ځانه جوړه کړې چې ګنې امریکا یې حکومت ړنګوي

امریکا یو ځل بیا دا خبره رد کړې چې د پاکستان په سیاسې حالاتو کې څه رقم لاس وهنه کول غواړي-

د امریکا د قامې سلامتیا پخوانۍ لوړپوړې چارواکې لیزا کرټیس د وي او ای ډیوه سره ځاګړي مرکه کې ویلي عمران خان دا خبره له ځانه جوړه کړې چې امریکا یې حکومت ړنګوي.

"دا خبره د منلو وړ نه ده چې یو امریکایي چارواکی به د پاکستان په کورني سیاست کې مداخلت وکړي، عمران خان د خپلو پلویانو د ملاتړ تر لاسه کولو د پاره د امریکا کارډ استعمالول غواړي"

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس هم تیره ورځ یوې خبرې غونډې ته وینا کې یو ځل بیا د عمران خان تورونه رد کړي او ویلي یې وو چې امریکا د ایینې بالادستۍ ، جمهورې اصولو او د قانون مرسته کوي او دغه تګ لاره یوازې د پاکستان نه بلکې د ټولو هیوادونو دپاره ده-

د پاکستان وزیراعظم عمران خان په تیرو ورځو کې قام ته د وینا په مهال دعوې کړې وې چې دیو طاقتور هیواد له اړخه دوئ ته د دړکو ډک لیک لیږل شوی دی-

هغه دامریکا نوم هم اخستی چې پاکستان ته یې ګواښونه کړي اؤ دا تور یې لګولی چې دده دحکومت ړنګولو په دغه سازش کې د پاکستان مخالف ګوندونه هم شامل دي-

په پاکستان کې مخالفو ګوندونو د وزیراعظم له اړخه د سازش تور یوه لوبه ګرځولې- د مخالفو ګوندونو ایتلاف مشرانو د پوځ څخه په دې اړه سپیناوې هم غوښتې دي-

د پاکستان د مسلم لیګ(نواز) ګوند مرستیاله مشره مریم دعوه کوي چې ددغه لیک متن د پاکستان د بهرنیو جارو وزارت کې تیار شوی دی اؤ ددې لیک د ډرامې کولو څخه یوه ورځ وړاندې عمران خان پاکستاني سفیر برسلز ته لیږلی ؤ.

هغه وایي که چرې دا هر څه رښتیا دي نو لیک دې میډیا او سپریم کورټ ته وړاندې کړی شي ، اؤ هغې د امنیتې ادارو څخه هم د خط سپیناوی غوښتی دی-

د پیپلز کوند مشر بلاول بوټو زرداري هم په دې وروستیو کې د یو ټویټ د لارې د پوځ څخه د قامې سلامتیا دکمیټۍ پر غونډه وضاحت غوښتی اؤ ویلي یې وؤ عمران خان خپل بغاوت ته جواز ورکولو د پاره دبهرني سازش نعره راپورته کړې ده-

د څیرونکو هم وینا ده چې دیو شمیر اقتصادي او ډیپلوماټیکي چیلنجونو په مینځ کې عمران خان دغه دریځ دخپل ملاتړ زیاتولو لپاره خپل کړی چې ګنې دحکومت پرضد یې دبهر نه سازش شوی دی-

د سیاسې چارو پوهه او مشر جرنلسټ اویس توحید وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي په امریکا کې د جوبایډن د حکومت راتلو راهسې د امریکا سره د پاکستان اړیکو کې تاوترخوالی زیات شوی دی-

هغه وایي د لیک دغه معامله یو ډپلوماټیکي کیبل دی چې په اړه یې څه اشارې نه دي تر لاسه شوي-

نوموړی زیاتوي "البته خو ددې په اساس د تحریک انصاف حکومت یوه بیانیه جوړه کړې او ګڼي چې په پاکستان کې راتلونکو ټول ټاکنو کې به تحریک انصاف ډله کامیابي تر لاسه کړي"

اویس توحید وایي ددغه معاملې ثابتول به د تحریک انصاف د پاره ډیر ګران وي او دا په راتلونکې وخت کې ددې ډلې د پاره ستونزې رامنځته کولی شي-

د اپریل په ۳مه د قامې اسمبلۍ اسپیکر قاسم سوري د عمران خان پر ضد د مخالفو ګوندونو د بې باورۍ قرارداد رد کړی ؤ او بیا صدر عارف علوي د عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړې وه-